د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د بس د چپه کیدو له امله ٢۴ تنه وژل شوي


د خیبر پښتونخوا ایالت د خیبر غرنۍ لار
د خیبر پښتونخوا ایالت د خیبر غرنۍ لار

د پاکستان پولیس وایي د خیبرپښتونخوا ایالت په یوه غرنۍ سیمه کې د یو بس موټر د چپه کیدو له امله ٢۴ تنه وژل شوي دي.

د پولیسو یو لوړ پوړي مقام راجا عبدالصبور، وویل چې ددې بس موټر سپرلۍ ټول د خیبرپښتونخوا ایالت د کوهستان د سمیې د یوې سترې کورنۍ غړي وو.

د پولیسو په وینا دغه بس د یو غرنۍ لارې نه سیند ته لویدلی دی. پدغه پیښه کې دوه تنه ټپیان شوي هم دي.

د مقاماتو په وینا دغه کسان په یو واده کې د گډون وروسته کور ته روان وو چې دغه پیښه رامنځ ته شوه.

مقاماتو ویلي دي چې د وسایلو او لازمو منابعو نه شتون د ژغورنې عملیات د ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په پاکستان کې وژونکې ترافیکي پیښې په غرنیو سیمو کې د زیات سرعت او د ترافیکي قوانینو د نه مراعت کولو په وجه رامنځ ته کیږي.

XS
SM
MD
LG