د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي افغانانو ته د ویزو په ورکړه کې یې بدلونونه راوستي


د پاکستان صدراعظم وايي، کابینې یې افغانانو ته د ویزې په ورکولو کې بدلونونه تصویب کړي دي.

شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ جون ۲۹ (چنګاښ اتمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د دغې پرېکړې هدف د ویزې ورکولو په چارو کې اسانتیا او د دواړو هېوادونو نږدې کول دي.

د پاکستان د صدراعظم د معلوماتو په اساس، ددغه هیواد دیپلوماتیکي نمایندګۍ به د افغانانو د ویزو غوښتنلیکونه څېړي او همدارنګه افغان موټر چلوونکي به اوس کولای شي په ۴۸ ساعتونو کې د څه کم یو کال ویزه تر لاسه کړي.

ښاغلي شریف ویلي چې ددغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ته یې سپارښتنه کړې ده چې «د ویزو په اړه پر پالیسیو کار وکړي.»

ښاغلي شریف همدارنګه ویلي چې په دې برخه کې آسانتیا د افغانستان له خلکو سره مرسته کول او هم د مرکزي آسیا له هیوادونو څخه د سوداګرۍ او پانګونې جلبول دي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته، له افغانستان څخه پاکستان ته د افغانانو تګ له زیاتو ستونزو سره مخامخ شو او پاکستان څو ځلې د افغانانو پر مخ خپلې دروازې تړلي دي.

تر دې مخکې، د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو امریکا غږ ته ویلي وو چې له قانوني لارو د پاکستان د ویزې تر لاسه کول ستونزمن شوي دی. دوی وايي چې د کمېشن کارانو له لارې د ویزې په اخیستلو باندې ۵۰۰ امریکايي ډالر لګیږي.

د پاکستان د حکومت کابینه پر داسې مهال افغانانو ته د ویزو ورکولو په بهیر کې د بدلونونو د تصویب خبر ورکوي چې تر دې مخکې د دغه هېواد چارواکو ویلي وو چې له افغانستان څخه د غیر قانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره یې نوی سیستم رامنځته کړی دی چې پر اساس به یې افغانان له ویزې پرته هغه هیواد ته سفر نشي کولای.

پاکستان اوس مهال د شاوخوا درې میلیون قانوني او غیر قانوني افغان کډوالو کوربه دی. پاکستاني چارواکو تیر کال ویلي و چې له افغانستان څخه تازه کډوال نه مني او خپلې پولي یې د غیر قانوني کډالو پر مخ وتړلې.

تر دې مخکې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان امریکا غږ ته ویلي و چې هره ورځ له۷۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ هغو افغانانو ته ویزه ورکوي چې د درملنې، سوداګرئ او نورو اړتیاو لپاره پاکستان ته ځي.

XS
SM
MD
LG