د لاس رسي وړ اتصالات

د وژونکو روباټونو تولید بند کړئ – فعالین


د نړۍ د ٦٥ غیر دولتي سازمانونو فعالینو په وژونکو روباټونو باندې د بندیز لگولو غږ کړی دی.

ددغه کمپاین مرستیال بنسټ ایښودنکی ریچارد مویس خبرداری ورکړ چې نړۍ داسې حالاتو ته مخه کوي چې د جگړې په میدان کې د انسان پر ځای ماشین د ژوند او مرگ په اړه تصمیم ونیسي.

ښاغلی مویس وایي "اړتیا ده چې پدغه پروسه کې انسانان دخیل وي او دې ته هم اړتیا ده چې د قوې د استعمال په ضد حقیقي برخورد وشي او ورسره د انساني او اخلاقي قضاوت او وجداني ژمنتیا له مخې چلند وشي".

ددې کمپاین یوې بلې مرستیالې مري ویرهم د امریکا غږ ته ویلي چې د وسلو دغه خپلواکه سیستم چې د انسان رول په کې مخ په کمیدو دی، اوس مهال په شپږو هیوادونو، امریکا، چین، اسرائیل، جنوبي کوریا، روسیه او بریتانیا کې د استعمال او تولید په مرحله کې دی. د هغې په وینا د امریکا متحده ایالات پدې کار کې مخکښه ده.

میرمن ویرهم وایي "ټول پدې باور دي چې د وسلو دغه سیستمونه په بشپړه توگه خپلواک او وژونکي سیستمونه دي، خو لا ندي تولید شوي."

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان چې ددې کمپاین د مالي مرستندویانو څخه دی دمخه ویلي وو چې وسله وال ډرون د وژونکو روباټونو په ډله کې دی.

دغه کمپاین ویلي چې حکومتي کارپوهانو د وسلو ددغه خپلواک سیستم په اړه د اندیښنې یو لړ عمده موضوعگانې په نښه کړې دي. دوی دا هم ویلي چې ٢٢ هیوادونو ددې وسلو د بندولو غږ کړی دی او ډیر نور هیوادونوه پدې موافق دي چې د وسلو په دغه راتلونکي سیستم باندې باید انسان حتمي کنترول ولري.

کمپاین کوونکي وايي چې زیات شمیر هیوادونو د وژونکو روباټونو په اړه د یو نړیوال قانون د رامنځ ته کیدل غواړي. دغه کمپاین دا هم ویلي دي چې غړي هیوادونه غواړي چې په یو قانوني تړون کې دا هم ځای کړای شي چې د ٢٠١٩ کال تر پایه د "وسلو د بشپړه خپوالواکه سیستمونو وده، تولید او استعمال باید بند شي".

XS
SM
MD
LG