د لاس رسي وړ اتصالات

ایا په مریخ کې امیندواري امکان لري؟


ځمکه او مریخ
ځمکه او مریخ

بشر د نیمې پیړۍ راهیسې په مریخ کې د ژوند د امکان او دوام په اړه په پلټنو بوخت دی، خو لاهم په دغه کره کې د امیندواره کیدو او زیږد په هکله ډیره لږه پوهه او درک شته.

پوهان وایي د انسان د فزیولوژۍ سربیره د سپرم او تخم له تولید نه نیولې د جنین د جوړښت او د ماشوم تر زیږد پورې د انسانانو د نسل په تولید باندې چاپیریالي عوامل په ځانگړې توگه کیهاني وړانگې او جاذبه اساسي اغیزې لري.

په فضا کې د جاذبه قوه نشته او د مریخ د کرې جاذبه د ځمکې د جاذبې ٣٨ فیصده ده. تر اوسه هیڅ یو پوهاند ندی پوه شوی چې د مریخ د جاذبې قوې دغه ټیټوالی به د انسان په گډون د تي لرونکو موجوداتو پر امیندواره کیدو باندې څه اثر ولري.

همداشان په فضا کې وړاندې او وړانګې د ځمکې په پرتله څو چنده قوي دي. ځکه چې د ځمکې مقناطیسي برخه د کیهاني انرژۍ لرونکو ذراتو نه دغه خاکي کره ساتي.

په فضا کې په لوړه کچه د وړانگو شتون په ځانگړې توگه د جنین د ودې په پړاو کې د پوانو جدي اندیښنه ده.

په همدې خاطر امریکایي او روسي پوهان په فضا کې د امیندواره کیدو او د زیږدنې په رمز باندې د پوهیدو لپاره لږ تر لږه د وروستیو څلور لسیزو راهیسې څو ځلې په فضا کې پر حیواناتو لکه موږک، چونگښه، کب او نورو- باندې دغه ازموینې کړي دي. خو هیڅ یوې ازموینې د پام وړ نتیجه – امیندواري او زیږدنه – نده ورکړې.

پوهان پدې ټینگار کوي چې په فضا کې د امیندوارې او د انسان د تولد په هکله باید زیاتې څیړنې وشي او د جنین په ودې د جاذبې په اړیکه باندې پوهه ترلاسه شي، ځکه د هغوی په اند ښایي پر انسان باندې د ازمیښت نتیجې له هغو پلټنو سره توپیر ولري چې پر حیواناتو شوي دي.

د پلټنو نتیجې هر ډول چې وي، بشر باید په جاذبه کې د تناسل په ازمون باندې تر یوه حده بریالی شي که نه نو د پوهانو په اند په مریخ دایمي اوسیدنه ناممکنه بریښي.

منبع: د نشنل جیوگرافیک مجله

XS
SM
MD
LG