د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې امنیتي حالات په انتخاباتو څه اغیز لرلای شي؟


په پاکستان کې د فبرورۍ په اتمه نېټه انتخابات کېږي
په پاکستان کې د فبرورۍ په اتمه نېټه انتخابات کېږي

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو په تاڼې له برید او د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د یوه ممکنه ځانمرګي برید خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې دوې ورځې وروسته د فبرورۍ په اتمه نېټه په دغه هېواد کې به ولس د خپلو نویو پارلماني استازیو ټاکلو لپاره د رایو مرکزونو ته ځي.

د فبرورۍ په پنځمه نېټه د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې پر یړه تاڼه وسلوال بريد کې د چارواکو په وینا ۱۰ پوليس وژل شوي دي. په بلوچستان کې هم په انتخابي کانديدانو، انتخابي دفترونو او امنیتي عسکرو د لاسي بمونو ځینې بريدونه شوي دي.

په تیره يوه اوونۍ کې د بلوچستان د سر ښار کوټې په شمول په لسوضلعو کې تر ۲۵ زیات بمي بريدونه او چاودنې شوي، چې پکې پنځه تنه وژل شوي او تر ۲۰ زیات ژوبل شوي دي.

یوې پاکستانۍ ادارې پیکس چې د امنیتي پېښو شمېرې ټوي ویلي چې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې په دغه هېواد کې ۹۳ وسله وال بریدونه شوي دي چې ۹۰ تنه په کې وژل شوي، ۱۳۵ ژوبل او ۱۵ تنه تښتول شوي دي.

د بلوچستان حکومت په مرکزي ښار کوټه کې د امنیتي اندېښنو له کبله په انتخابي غونډو بنديز لګولي ويلي وو.

یا دغه وروستۍ امنیتي اندېښې به په انتخاباتو کې د ولس ګډون محدوده کړي؟

په پېښور پوهنتون کې د ژورنالیزم څانګې مشر او شنوونکی عرفان اشرف په پاکستان کې روان امنیتي حالات د رای ورکونکو لپاره ښه نه ګڼي. هغه وايي: «په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې امنیتي وضعه دومره څرګنده نه ښکاري چې د هغې په بنیاد موږ ووایو چې انتخابات به په شفافه توګه یا په پرامنه توګه وشي. څو ورځې وړاندې د پاکستان تحریک انصاف د ملي پارلمان لپاره یو کاندید ووژل شو. په بلوچستان کې هم د پي ټي ای پر غړو او فعالانو بریدونه وشول. پر عوامي نیشنل پارټۍ باندې بریدونه وشول. پاکستان تحریک انصاف د ریاست له لوري له بندیز سره مخامخ دی. په کرک کې یې پي ټي ای غونډې کولو ته نه پرېښودله. له پولیس سره یې اخ وډب راغلی. نو له دې تاسو د امنیتي حالاتو اندازه لګولی شي.»

عرفان اشرف زیاتوي، چې د ده په ګمان، دغه ډول حالات رای ورکوونکي اغېزمنولای شي او له پي ټي ای سره پر روان چلند په خلکو کې د ریاست په اړه منفي تاثر زېږولی دی او په دې سره د رای مرکزونو کې د خلکو شمېر متاثره کېدای شي.

خو په پېښور کې شنونکی او خبریال عقیل یوسفزی بیا د فبرورۍ اتمې کېدونکو ټولټاکنو ته خوشبینه دی.

هغه وايي حالت د دې وړ دي چې په ښه ډول به ټاکنې ترسره شية «امنیتي ننګونې شته خو د ریاستي امنیتي ادارې ورته پوره چمتو دي، بله ښه خبره دا ده چې اکثریت سیاسي ګوندونو ډېر زبردست انتخابي کمپاین وچلولی، د هر ګوند کارکنان چمتو دي، او ډېر زیات خلک به په رای ورکولو کې برخه واخلي خو په کومو سیمو کې هوا سړه ده هلته کېدای شي، د رای مرکزونه هومره ګڼه ګوڼه و نه ویني.»

بلخوا په کوټه کې خبریال او شنونکی شهزاده ذوالفقار بیا په دې دې نظر دی چې«په پاکستان کې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ کالونو د ټولټاکنو پرتله داځل په رایه ورکونکو کې له امنیت سره سره د انتخاباتو د پایلو په باب مغشوشتیا موجوده ده او دا په ټوله کې د انتخاباتو لپاره ښه خبره نه ده. »

یاده دې وي چې په پاکستان کې د ۲۰۱۸ کال ټولټاکنو په باب د هغه وخت اپوزیسیون (پاکستان ډموکراټیک مومنټ) پر ایسټلشمنټ تور پورې کاوه چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ته یې د ګټلو لار هواره کړې او د هغو ټاکنو په نتیجه کې جوړ حکومت به یې هایبریډ حکومت بالا، مانا د ایسټبلشمنټ او سیاسي ګوندونو ګډ حکومت، خو عمران خان او د هغه مهال ایسټبلشمنټ بیا بیا د اپوزیسیون تورنه ردول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG