د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا کې د افغان دپلومات پر زوی د جنسي تېري تور بې اساسه وبلل شو


په کاناډا کې د افغانستان سفارت
په کاناډا کې د افغانستان سفارت

د کاناډا پولیسو د یو افغان دپلومات له زوی څخه له پلټنو وروسته پر هغه لګېدلي‌ جنسي ‌تور بې اساسه ګڼلی دی.

د تورن مدافع وکیل رادني‌ سیلار ویلي‌ دي‌ چې له هر ډول دپلوماتيکو امتیازاتو او مصونیت پرته یې د موکل قضیه څېړل شوې ده.

څه موده مخکې د پژواک خبري‌ اژانس راپور ورکړی و چې په کاناډا کې د افغان دپلومات نادر یما زوی آرش یما پر یوې ۱۶ کلنې نجلۍ جنسي تیری کړی دی. خو مدافع وکیل سیلار د پژواک راپور هم غلط بللی دی.

ښاغلي‌ سیلار د سي بي‌اس خبري‌اژانس ته ویلي‌ دي‌ چې ځينې دا ډول خلک په داسې پېښو کې د خپل دپلوماتیک مصونیت څخه ګټه اخلي‌ او پرې لګول شوي ‌تورونه هماغسې پرېږدي‌ او خپلو هېوادونو ته ستنیزي خو " زما موکل دا کار ونکړ او پوهېده چې بېګناه دی."

هغه وویل چې پر موکل یې دوه ځلې بې اساسه تورونه ولګول شول او پولیسو هم په مسلسل ډول درې ساعته ترې تحقیقات وکړل. ښاغلي‌سیلار ویلي دي چې پولیسو د خپلو تحقیقاتو له بشپړولو وروسته هغه ته د ایمل له لارې خبر ورکړی چې موکل یې بېګناه دی.

موږ ډېره هڅه وکړه چې په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات نظر هم واخلو، خو ونه توانېدو.

XS
SM
MD
LG