د لاس رسي وړ اتصالات

مزاري چرس د کاناډا په بازارونو کې


په کاناډا کې د چرسو، مروانا (کانبس) او نورو مخدراتو خرڅلاو او کارونه د روان میلادي کال د اکټوبر پر ۱۷ قانوني کیږي، خو په ونکور ښار کې له څو کالو راهیسې د چرسو پلورنځي په سپینه ورځ پرانیستي دي او له اتلسو کالو پورته هرڅوک کولې شي چې مخدرات رانیسي او وې کاروي.

کاناډایان دغه ډول قانون ماتونې ته "مدني سرغړونه" وايي او ټینګار کوي چې انسانان حق لري چې شراب وڅښي که "بوټي وڅکوي".

جودي ایمري، د کانبس د قانوني کولو فعاله، وايي طبیعت د انسانانو مور ده او بوټي د طبیعت زیږنده ده ځکه نو انسانان طبیعي حق لري چې چرس، کانبس او نورې بوټې پخپل خوښه وکاروي.

جوډي ایمري
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:00:37 0:00

د ونکور د نشه يي بوټو په پلورنځيو کې یوازې د څکولو پاڼې نه خرڅيږي، دلته د نشه يي بوټو شربت، کلچې، ژاولې او آن د بدن د درد غوړي هم پلورل کیږي.

د لسګونو ډول بوټو او پاڼو تر څنګ، د افغانستان څو ډوله چرس هم دلته خرڅیږي. پدغو کي تر ټولو مشهوره د مزارشریف تور چرس دي چې ډیر مینه وال لري.

د چرسو خرڅوونکی
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:27 0:00

ونکور ته چرس له افغانستان نه راځي. د دغو چرسو تخم کاناډا کې کرل کیږي او همدلته تولیدیږي.

افغانستان کې د چرسو او تاریاکو په ضد جګړه روانه ده او حکومت او نړیوال ملاتړي یې مخدره توکي د وسله والو جګړو، جرایمو، فساد او نورو ناخوالو سره نیغ په نیغه تړلي بولي.

XS
SM
MD
LG