د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا ۲۰ زره افغانان مني


د کاناډا بیرغ
د کاناډا بیرغ

کاناډا د جمعې په ورځ اګست ۱۳ (زمري۲۲) اعلان وکړ چې د طالبانو له ګواښ سره مخامخ شاوخوا ۲۰۰۰۰ افغان کډوال مني.

په دغو کډوالو کې به ښځې، دولتي کارکونکي او له ګواښ سره مخ اقلیتونو پورې مربوط کسان شامل وي.

کاناډا په داسې حال کې دغه پریکړه کوي چې طالبانو د افغانستان په ډیرو برخو کې سیمې لاندې کړي او څو مهم ښارونه یې نیولي دي.

د کاناډا د کډوالو د چاورو وزیر مارکو مندیسنو په یوه خبري کنفرانس کې وویل "په افغاستان کې وضعیت خراب دی او مونږ بې تفاوته نشو پاتې کېدلی."

له ګواښ سره مخامخ دغه شمیر افغانان ځینې په افغانستان کې دي او ځینې نور یې د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته تښتېدلي دي او په ښځو او دولتي کارکوونکو برسیره ،خبریالان، د ښځو د حقونو فعالان او لږه کي په کې شامل دي.

د دغو کډوالو څو طیارې بار شوي او په کډوالو بار لومړنۍ الوتکه د جمعې په ورځ تورنټو ته ورسېدله.

کابل ته د طالبانو په نږدې کېدو سره، د کاناډا یوشمیر ځانګړي ځواکونه له کابل څخه د کاناډا د سفارت د کارکونکو په تخیله کولو کې برخه لري خو د امنیتی حساسیتونو له امله د دوی د ماموریت جزئیات نه دي په ډاګه شوي.

د جمعې د ورځې اګست ۱۳ (زمري ۲۲) په لومړیو کې هسپانیې، ډنمارک، ناروې او هالنډ اعلان وکړ چې له کابل څخه د خپلو سفارتونو کارکوونکي باسي.

کاناډا وايي د افغانستان وضعیت له نږدې څارې او له خپلو متحدینو سره په همغږۍ کې کارکوي. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر مارک ګارینو وویل "په کابل کې د کاناډا د سفارت او کارکوونکو ساتنه یې په لومړیتوبونو کې ځای لري."

هغه په خپل ټویټرکې لیکلي دي چې کاناډا د افغانانو د احسان پوروړی دی او هڅه به وکړي چې هغوي ته خوندیتوب ورکړي.

کاناډا په داسې حال کې د نویو مهاجرو د منلو او په کابل کې د خپل سفارت د کارکونکو د راویستلو خبره کوي چې امریکا د خپل سفارت د کارکوونکو دشمیر د کمولو او افغان ژباړونکو د راویستلو لپاره کابل ته ۳۰۰۰ نوي عسکر لیږي.

بریتانیا هم د عین کار لپاره افغانستان ته دلنډ وخت لپاره سلګونه عسکر استوي.

XS
SM
MD
LG