د لاس رسي وړ اتصالات

په کاناډا کې په یو وسله وال برید کې ۱۶ تنه وژل شوي


پولیس شک لري چې دا ډول برید د یو کس کار نشي کېدای
پولیس شک لري چې دا ډول برید د یو کس کار نشي کېدای

په کاناډا کې چارواکي وایي یو وسله وال چې د پولیسو جامې یې په تن وې د نووا سکوشیا په ایالت کې ۱۶ تنه په ډزو وژلي دي.

دا برید د کاناډا په تاریخ کې په دغه هېواد کې دننه تر ټولو خونړی وسله وال برید بلل کیږي.

پولیسو په دغه ښار کې په څو کورونو کې مړي موندلي دي.

امنیتي چارواکي‌ فکر کوي‌ چې دا برید د شنبې په ورځ ناوخته پیل شوی، بریدګر د خپل لومړي هدف له وژلو وروسته په پراکنده ډول په خلکو ډزې کړي‌ او وژلي یې دي. په وژل شویو کې یې یو پولیس افسر هم شامل دی.

چارواکو په پیل کې ویلي وو چې بریدګر یې د کاناډا د انفیلډ په ښار کې د تیلو په یو پمپ سټیېشن کې نیولی و خو وروسته یې اعلان وکړ چې هغه مړ شوی دی.

پولیس د پېښې د انګیزې په اړه پلټنې کوي او لا معلومه نه ده چې ولې بریدګر دا کار کړی دی. بریدګر ۵۱ کلن دی او خپل موټر یې د کاناډا د شاهي ګارد د موټرو په شکل جوړ کړی و. پولیس شک لري چې دا برید د یو کس کار نشي کېدای.

د کاناډا صدراعظم جستن تروډو په خپل ټویټر کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.

په کاناډا کې دا ډول بریدونه ډېر نه کیږي او څو لسیزې مخکې په ۱۹۸۹ کې د کاناډا د مونترال کې هم داسې یوه پېښه شوې وه چې ۱۵ کسان په کې وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG