د لاس رسي وړ اتصالات

د تخلیې د بهیر دوام؛ کاناډا سلګونه نور افغانان هغه هیواد ته انتقال کړل


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د کاناډا حکومت د کډوالۍ، پناه او تابعیت ورکولو ادارې (IRCC) یو ځل بیا هغه هیواد ته د سلګونو افغان کډوالو د انتقال خبر ورکړی دی.

دغه ادارې ویلي چې کاناډا ته د افغانانو د تخلیې د بهیر په دوام پرون جمعه د ډسمبر ۱۶ (لېندۍ ۲۵) ۳۵۰ نور افغانان دغه هیواد ته نتقال شول.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا حاکمیت وروسته کاناډا هغه هیواد ته د افغانانو د انتقال بهیر ګړندی کړی او د تیرو شاوخوا ۱۶ میاشتو په اوږدو کې، یې له افغانستان، پاکستان او تاجیکستان څخه په زرګونه کسان هغه هیواد ته انتقال کړي دي.

د کاناډا حکومت د کډوالۍ، پناه او تابعیت ورکولو ادارې ویلي: "هغوی به د کاناډا په ۲۰ بېلابیلو ټولنو چې له هغه جملې کلګري، اوټاوا او ټورنټو کې ځای پر ځای شي."

دغه ادارې همدارنګه زیاته کړې چې د دغه بهیر له پیل څخه بیا تر دا مهاله څه باندې ۲۶زره او ۷۳۵ افغانان کاناډا ته انتقال شوي دي.

کاناډايي چارواکو ویلي چې د دغه کډوالو په منځ کې هغه کسان هم شامل دي چې په وروستیو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې د کاناډايي سرتیرو او یا د هغه هیواد له اړوند بنسټونو سره کار او یا همکاري کړې وي.

د کاناډا حکومت د ۲۰۲۳ میلادي کال تر پای ته رسېدو پوري پخپله خاوره کې شاوخوا ۴۰زره افغان کډوالو ته د ځای ورکولو ژمنه کړې ده.

د کاناډا حکومت د دغې پرېکړې په اساس ټاکل شوې د ترجمانانو او د هغوی د کورنیو په ګډون ۵ زره کسان د کډوالۍ ځانګړي پروګرام او څه باندې ۱۸زره نور له ګواښ سره مخامخ افغانان د بشردوستانه پروګرام له لارې هغه هیواد ته انتقال کړي.

د کاناډا حکومت د کډوالۍ، پناه او تابعیت ورکولو چارو ادارې یا (IRCC) د نومبر پر شپاړسمه له پاکستان څخه هم د ۳۲۴ افغان کډوالو د انتقال خبر ورکړی و.

XS
SM
MD
LG