د لاس رسي وړ اتصالات

په لسګونو نور افغان کډوال له تاجیکستان څخه کاناډا ته رسیدلي


ارشیف
ارشیف

کد اناډا حکومت دغه هیواد ته د افغانانو د تخلیې د بهیر د دوام خبر ورکړی او ویلي دي چې تازه د افغان کډوالو یوه ۳۲۶ کسیزه ډله دغه هیواد ته رسیدلې ده.

د کاناډا د کډوالو د چارو وزیر شان فریزر د پنجشنبې په ورځ اکتوبر۱۳ ( تلې ۲۱) ویلي، چې دا افغان کډوال په یو اختصاصي الوتنه کې د تاجیکستان پایتخت دوشنبه څخه دغه هیواد ته لیږدول شوي دي.

ښاغلي فریزر د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې له تاجیکستان څخه کاناډا ته ددغو افغان کډوالو په رسیدلو سره د هغو افغانانو شمیر چې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ د میاشتې را وروسته دغه هیواد ته تللي ۲۱ زره او ۷۰۰ تنو ته رسیدلی دی.

د کاناډا د حکومت چارواکو ویلي، چې دغه هیواد ته په لیږدول شویو افغانانو کې هغه کسان هم شامل دي چې په تیرو شلو کلنو کې یې افغانستان کې د کاناډايي ځواکونو او یا هم کاناډايي موسسو سره کار کړی دی.

په ورته وخت کې د کاناډا د کډوالو، مهاجرت او تابعیت اداره (IRCC) وايي، چې کاناډا ته د زیان رسیدونکو افغانانو د لیږد هڅې روانې دي او دغې ادارې د هغوی د بیا میشت کیدو لپاره خپل ټول چمتوالی نیولی دی.

د کاناډا د کډوالو، مهاجرت او تابعیت ادارې ((IRCC ویلي، چې په کاناډا کې څو ادارو ته دنده سپارل شوې، چې دغه هیواد ته تازه تللو کډوالو ته د کاري فرصتونو په موندلو کې مرسته وکړي.

د کاناډايي چارواکو د وینا له مخې ټول کډوال چې دغه هیواد ته ورځي کولی شي د کاناډا د مرستو څخه چې هغوی معنی لرونکي مرستې ګني ګټه واخلي.

کاناډا ته ددغو افغانانو د تللو دمخه تیره اونۍ له ۳۰۰ څخه زیات افغان کډوال د پاکستان څخه هم دغه هیواد ته په یوه چارټر الوتکه کې لیږدول شوي و.

پر افغانستان د تیر ۲۰۲۱ کال د اګسټ د ۱۵ مې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته کاناډا حکومت په دغه هیواد کې د څلویښت زرو افغان کډوالو ته د پناه ورکولو او میشت کیدو اعلان کړی و.

ددې سربیره د رپوټونو له مخې کاناډا ژمنه کړې، چې په متحده عربي اماراتو کې میشت شاوخوا زر تنه افغان کډوال هم په دغه هیواد کې ومني.

دا شمیر افغان کډوال د تیرکال د اګسټ د میاشتې وروسته له افغانستان څخه متحده عربي اماراتو ته د تخلیې د بهیر پر مهال لیږدول شوي و او له هغه وخت راهیسې په دغه هیواد کې په یو کمپ کې اوسیږي.

XS
SM
MD
LG