د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا له پاکستان څخه د سلګونو نورو افغانانو د انتقال خبر ورکړ


له افغانستان څخه د افغانانانو د انتقال د پيل شوي بهیر په ترڅ کې د کاناډا حکومت د کډوالو چارو وزارت له پاکستان څخه د سلګونو نورو افغان کډوالو د انتقال خبر ورکړی دی.

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر شان فریزر د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي دغه ۳۲۴ افغان کډوال او د هغوی کورنۍ پرون سهار په ځانګړي پرواز کې کاناډا ته رسېدلي دي.

د ښاغلي فریزر په وینا په یادو کسانو کې د افغان ترجمانانو د کورنیو د غړو ترڅنګ هغه کسان هم شامل دي چې په افغانستان کې د کاناډا ماموریت په مهال له دوی سره کار کړی.

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر همدارنګه ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راپدېخوا څه باندې ۲۴زره افغان پناه غوښتونکي کاناډا ته انتقال شوي دي.

د کاناډا حکومت پخپله خاوره کې شاوخوا ۴۰زره افغان کډوالو ته د ځای ورکولو ژمنه کړې ده. خو د کاناډا د کډوالو چارو وزیر په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې که څه هم زیات کار لا پاتې دي، خو وايي هیواد یې د ۴۰زره افغان کډوالو پر مېشتېدنې باندې کار کوي چې په نړۍ کې له لویو ژمنو څخه ده.

د کاناډا حکومت پخپله خاوره کې شاوخوا ۴۰زره افغان کډوالو ته د ځای ورکولو ژمنه کړې ده. خو د کاناډا د کډوالو چارو وزیر په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې که څه هم زیات کار لا پاتې دي، خو وايي چې هیواد یې د ۴۰ زره افغان کډوالو پر مېشتېدنې باندې کار کوي چې په نړۍ کې له لویو ژمنو څخه ده.

د کاناډا حکومت د دغې پرېکړې په اساس ټاکل شوې د ترجمانانو او د هغوی د کورنیو په ګډون ۵ زره کسان د کډوالۍ ځانګړي پروګرام او څه باندې ۱۸زره نور له ګواښ سره مخامخ افغانان د بشردوستانه پروګرام له لارې هغه هیواد ته انتقال کړي.

د کاناډا د کډوالۍ ادارې یو ځل بیا ټینګار کړی چې دغه هیواد د نورو افغان کډوالو چې له دوی سره یې په افغانستان کې کار کړی د انتقال بهیر ارزوي.

د کاناډا حکومت د کډوالۍ، پناه او تابعیت ورکولو چارو ادارې یا (IRCC) تیره پنجشنبه نومبر لسمه (لړم ۱۹) له تاجیکستان څخه هم د ۳۴۷ افغان کډوالو د انتقال خبر ورکړی و.

XS
SM
MD
LG