د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا د امریکا په غوښتنې ۱۰۰۰ افغان کډوال مني


سرچېنې وایي د کاناډا حکومت پلان لري شاوخوا ۱۰۰۰ هغه افغان کډوال پدې هیواد کې ومني چې د طالبانو د راتګ څخه وروسته یې هیواد پریښی او اوس په عربي متحده اماراتو کې د کډوالو په کمپ کې پراته دي.

د رویټرز خبري اژانس د اوو بیلا بیلو سرچینو په حوالې لیکلي چې ټاکل شوې د کاناډا حکومت هغه افغانان ومني چې څه باندې یو کال کیږي په اماراتو کې د کډوالو په کمپ کې ژوند کوي او غواړي چې متحده ایالاتو او یا د افغانستان پرته بل کوم هیواد ته یوړل شي.

ویل کیږي چې کاناډا حکومت د متحده ایالاتو هغې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلي چې د دې کډوالو څخه به ۵۰۰ نور یې هم ومني.

کاناډایي چارواکو ویلي چې په اوس وخت په اماراتو کې د پرتو یو شمیر افغان کډوالو اسنادونه ارزیابي کوي چې معلومه کړي آیا کاناډا ته د تګ لپاره په شرایطو برابر دي که نه.

دا به لومړی ځل وی چې کاناډا داسې افغانان پدې هیواد کې د میشت کیدو لپاره مني چې په افغانستان کې یې د کاناډایي ځواکونو یا حکومت سره کار ندی کړی.

سرچینو ویلي چې ښایي هغه کسان په کاناډا کې د میشت کیدو لپاره په شرایطو برابر شي چې مذهبي اقلیتونه، میرمنې، د عامه خدماتو مامورین، ټولنیز فعالان او یا خبریالان وي.

دغو سرچینو ویلي چې د کاناډا حکومت د دې ۱۰۰۰ افغان کډوالو تر څنګ د متحده ایالاتو د حکومت په غوښتنې ۵۰۰ نور افغان کډوال هم چې په عربي متحده اماراتو کې د کډوالو په کمپ کې پراته دي، ومني.

د متحده ایالاتو یوې سرچینې هم چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، تائید کړې چې کاناډا په عربي متحده اماراتو کې د کډوالو په کمپ کې د میشتو افغانانو ځای پر ځای کوونه مني او ښایي دا بهیر په همدې روانې میاشت کې پیل او د اکټوبر تر میاشتې پای ته ورسیږي.

په ابو ظبي کې د کاناډا سفارت د دې موضوع په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د افغانانو ملاتړ د اوټاواو لپاره لومړیبتوب دی خو د امریکا سفارت بیا پدې هکله تبصره نده کړې.

ویل کیږي چې په اماراتو کې شاوخوا ۱۰۰۰ نور افغان کډوال چې په متحده ایالاتو کې د میشتو کیدو لپاره په شرایطو برابر ندي ښایي په یو بل هیواد کې د میشتو کیدو لپاره واستول شي چې تر اوسه معلومه نده کوم هیواد به وي.

امریکایي چارواکو دا ډاډ هم ورکړی چې هیڅ یو افغان کډوال چې په عربي متحده اماراتو کې د کډوالو په کمپ کې پراته دي، په زور به افغانستان ته وانستول شي او واشنګټن د اماراتو او نورو هیوادونو سره کار کوي چې د دې افغانانو په میشت کیدو کې مرسته وکړي.

د اګست په پنځلسمې د طالبانو له خوا د کابل له نیولو د دغې میاشتې تر ډیرشمې پورې له ۱۲۲ زرو څخه زیات افغانان او بهرني اتباع له کابل څخه بهر ولېږدول شول. د دغو کسانو زیات شمیر افغانان و چې په لومړۍ مرحله کې په منځني ختیځ او اروپا کې د امریکا پوځي اډو ته انتقال شول.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته هم له بهرنیانو سره د کارکونکو افغانانو او په افغانستان کې د پاتې بهرنیانو د تخلیې بهیر د قطر په مرسته دوام لري

XS
SM
MD
LG