د لاس رسي وړ اتصالات

غني په ټاکنیزو سیالیو کې تر ټولو زیاتې پیسې لګولي


د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د مالي لګښتونو په اړه د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون راپور ښيي، چې محمداشرف غني په ټاکنیز کمپاین کې تر ټولو زیاتې او غلام فاروق نجرابي تر ټولو کمې پیسې مصرف کړي دي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د تګلارې په اساس، هر نوماند د تلې د شپږمې ولسمشریزو ټاکنو لپاره په کمپاینونو کې د نږدې ۴۴۲ میلیونه افغانیو د مصرفولو حق درلود.

د ټاکنو کمېسیون په راپور کې راغلي، چې محمداشرف غني د ولسمشریزو ټاکنو په کمپاین کې څه باندې ۲۰۱ میلیونه افغانۍ لګولي دي او ۲۰۰زره افغانۍ مالي مرسته ورسره شوې ده.

دغه راز د ټاکنو د کمېسیون راپور ښيي، چې عبدالله عبدالله نږدې ۲۱ میلیونه افغانۍ لګولي او څه باندې ۲۱ میلیونه افغانۍ مالي مرسته یې ترلاسه کړې ده.

خو عنایت‌الله حفیظ په دغو ټاکنیزو سیالیو کې نږدې څلور میلیونه افغانۍ لګولي او نږدې شپږ میلیونه افغانۍ مالي مرسته یې ترلاسه کړې ده.

په همدې توګه سید نورالله جلیلي شپږ میلیونه او ۷۸۵ افغانۍ لګولي، خو هیڅ مالي مرسته یې نه ده ترلاسه کړې.

محمد حکیم تورسن څه باندې درې میلیونه او ۲۸۳زره افغانۍ مصرف کړي او ۱۴۴زره او ۵۰۰ افغانۍ مالي مرسته ورسره شوې ده.

نورالحق علومي نږدې درې میلیونه افغانۍ لګولي او ۷۶۰زره افغانۍ مرسته ورسره شوې ده.

عبدالطیف پدرام څه باندې ۱.۲ میلیونه افغانۍ لګولي او نږدې ۱.۳ میلیونه افغانۍ مالي مرسته یې ترلاسه کړې.

نوررحمن لیوال څه باندې ۴۶۸زره افغانۍ مصرف کړي او ورسره ۵۰۰۰ افغانۍ مالي مرسته شوې.

غلام فاروق نجرابي ۱۸۶زره افغانۍ لګولي او هیڅ مالي مرسته یې نه ده ترلاسه کړې.

د ټاکنو کمېسیون د راپور په اساس ګلبدین حکمتیار، حنیف اتمر، احمدولي مسعود، زلمي رسول، رحمت‌الله نبیل، شیدا محمد ابدالي، فرامرز تمنا او محمد ابراهیم الکوزي د کمپاینونو د لګښت او مالي مرستو په اړه کمېسیون ته راپور نه دی ورکړی.

د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین لپاره دوه میاشتې ټاکل شوې وې، چې د روان لمریز کال د زمري په شپږمه پیل شوه او د قانون په اساس د ټاکنو له ورځې (تلې شپږمه) څخه ۴۸ ساعته مخکې ودرول شوه.

XS
SM
MD
LG