د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه معلومه شوه


د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وايي، د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې به د روانې عقرب میاشتې پر ۲۳مه نېټه اعلان شي.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تېرې تلې میاشتې پر شپږمه نېټه وشوې، خو د بایو متریک دستگاو په گډون د یو لړ تخنیکي ستونزو او شکایتونو له کبله یې اعلان وځنډید.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي ټاکل شوې چې لومړنۍ پایلې د لړم په ۲۷مه نېټه اعلان شي.

حوا علم نورستاني د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۲۷ (لړم ۵) په یو خبري کنفرانس کې وویل: "ټولو په تېرو ورځو کې د لومړنیو پایلو د نیټې د اعلان د ټاکولو په هدف هڅې کولې، چې کومه بله تخنیکي ستونزه رامنځته نشي، چې بیا هم ونه توانیږو چې پر خپل ټاکل شوې نېټه یې اعلان کړو."

د ټاکنو کمېسیون بیا هم د ټاکنو د پایلو د اعلان د ځنډ په اړه د بخښنې په غوښتلو سره وویل، چې دغه کار د شفافیت په هدف تر سره شوی دی.

د ټاکنو کمېسیون مشرې زیاته کړه، چې «هېڅ کله نه غواړو، چې شفافیت د سرعت قرباني کړو».

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله بیا د پایلو د اعلان د ځنډ لاملونه امنیتي ګواښونه، کمزوری انټرنټ،د دغه کمېسیون پر ډیجټلي دستګاه سایبري بریدونه د معلوماتي مرکز د قفل ماتېدل او د درمالوګ شرکت کمزورتیا وگڼل.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د کمیشنر په وینا دا مهال له «سپینو رایو څخه د تورو رایو» بېلولو بهیر روان دی.

XS
SM
MD
LG