د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې موټر بم چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

افغان چارواکي وايي، په فراه ولایت کې د موټر بم چاودنې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د فراه والي تاج محمد جاهد وايي، یوه ځانمرګي کس تېر ماښام شپږ بجې د فراه مرکز لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې له چاودېدونکو موادو ډک سوزوکي موټر ته چاودنه ورکړه.

جاهد امریکا غږ ته وویل چې په دغه چاودنه کې د یوه ماشوم په ګډون درې ملکي وګړي وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فراه والي په وینا د دغه موټر بم چاودنې له امله په سیمه کې یو شمېر کورونه هم ویجاړ شوي دي.

بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین هم ویلي چې په دغه چاودنه کې شپږ پولیس ټپیان شوي دي.

په دغه چاودنه کې د شپږو ټپي شوو ملکي وګړو وضعیت خراب ښودل شوی دی.

که څه هم افغان چارواکي د یاید موټر بم برید مسؤلیت پر وسله والو طالبانو اچوي، خو وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG