د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې چاودنه؛ د افغان پولیسو څلور منسوبین وژل شوي


آرشیف
آرشیف

د فراه سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د چاودنې له امله د پولیسو څلور منسوبین وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي امریکا غږ ته وویل چې دا چاودنه د چهارشنبې په ورځ د اګست ۱۲ (زمري ۲۲) ماښام مهال د فراه په مرکز کې امنیه قوماندانۍ ته نږدې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې بریدګر غوښتل د فراه د امنیه قوماندانۍ د امنیت د امر مرستیال حاجي قادر په نښه کړي. په چاودنه کې د هغه څلور تنه امنیتي ساتونکي وژل شوي دي.

د فراه د پولیسو ویاند محب‌الله محب امریکا غږ ته وویل چې چاودیدونکي مواد په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو او د فراه د امنیه قوماندانۍ ودانۍ سره نږدې ودرول شوی وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې په دې چاودنه کې د پولیسو څلور منسوبین وژل شوي او ۲۲ ملکي وګړي ټپیان دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG