د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې موټر بم چاودنه؛ 'د عامه نظم ۸ سرتیري وژل شوي'


شېرزاد ننګرهار کې یوه له نا امنه ولسوالیو ده چې په ډېرو سیمو کې یې وسله وال طالبان حاکم دي.
شېرزاد ننګرهار کې یوه له نا امنه ولسوالیو ده چې په ډېرو سیمو کې یې وسله وال طالبان حاکم دي.

چارواکي وايي چې د «MB» نظامي موټر نه په استفادې ځانمرګی موټر بم نن شنبه جنورۍ ۳۰( سلواغې ۱۱) سهار پنځه بجې د شېرزادو ولسوالۍ په ګندمک سیمه کې د عامه نظم پر یوه قرارګاه شوی دی.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر د یاد موټر بم چاودنې په تائید سره امریکا غږ ته وویل چې په دغه برید کې د عامه نظم ۸ سرتیري وژل شوي دي.

خو یوې بلې حکومتي سرچینې بیا امریکا غږ ته وویل چې په دغه پېښه کې د عامه نظم قرارګاه ویجاړه شوې او څوارلس سرتیري پکې وژل شوي دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر هم امریکا غږ ته تائید کړه چې برید د افغان ځواکونو د هغه «ایم بي» موټر نه په استفادې شوې چې تېرو وختونو کې په جګړه کې طالبانو نیولی او بیولی و.

نوموړی وايي چې په پېښه کې د عامه نظم څوارلس سرتیري وژل شوي او څلور نور زخمیان دي.

د شورا مرستیال دا هم وايي، له چاودېدونکو موادو یو بل ډک مازاد موټر چې غوښتل یې په سیمه کې پر یوې بلې امنیتي پوستې چاودنه وکړي، خو امنیتي ځواکونو نیولی دی.

شېرزاد ننګرهار کې یوه له نا امنه ولسوالیو ده چې په ډېرو سیمو کې یې وسله وال طالبان حاکم دي.

وسله والو طالبانو د یاد موټر بم د مسؤلیت په اخیستلو سره په دغه چاودنه کې تر ۵۰ پوري د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

کابل ښار کې چاودنې؛ څلور تنه ټپيان شوي

پولیس چارواکي وايي، لومړۍ چاودنه نن شنبه سهار د کابل ښار پنځمه امنیتي حوزه کمپنۍ سیمه کې د پولیسو پر رنجر شوې ده چې په وینا یې چاته پکې زیان نه دی سېدلی.

د کابل دامنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي چې دوهمه چاودنه بیا د څلورمې ناحیې اړوند (سلیم کاروان) سیمه کې پر یوه کورلا موټر شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې په دغه چاودنه کې څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

تر دا مهاله د دغه دواړو چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG