د لاس رسي وړ اتصالات

کابل او ننګرهار کې ماین چاودنې؛ دوه تنه وژل شوي او څلور ټپیان دي


افغان چارواکي وايي چې په کابل او ننګرهار کې د ماین چاودنې په دوو جلا پېښو کې دوه ملکیان وژل شوي او د دوو نظامیانو په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.

په لومړۍ چاودنه کې نن سهار شاخوا اته بجې د کابل ښار په اومه ناحیه کې د افغانستان د جمهوري ریاست د چارو د ادارې موټر په نښه شوی دی.

د دغې د ادارې رئیس فضل محمود فضلي ویلي چې په چاودنه کې د دغې ادارې د سلاکارانو د چارو د انسجام ریاست مرستیال محمد جاوید ولي "سخت" ټپي شوی او د موټر چلوونکی یې وژل شوی دی.

د کابل پولیسو پېښه تائيد کړې او ویلي دي چې په دې چاودنه کې یو بل ملکي کس هم ټپي شوی دی.

همداشان نن سهار د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌آباد کې د ماین چاودنې په ورته پېښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او دوه نظامیان ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل، دغه پېښه نن سهار نهه نیمې بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند باغ زنانه مخې ته د سرک غاړې ماین چاودنې یو ملکي کس وژلی چې ریکشه چلوونکی و او دوه نظامیان یې ټپیان کړي دي.

نوموړي وویل وژل شوی کس ملکي وګړی دی او د عامه نظم دوه سرتیري ټپیان دي.

خوږیاڼي زیاته کړه چې پېښه کې یو رنجر موټر او یوه ریکشا زیانمنه شوې ده.

د پېښې یو عیني شاهد امریکا غږ ته وویل چې چاودنه په داسې وخت شوې ده چې له دغې سیمې رنجر موټر د تېرېدو په حال کې و.

تر اوسه د دغو چاودنو مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.

خو له دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت طالبان په ورته بریدونو کې مسول بللي دي.

XS
SM
MD
LG