د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار او لغمان کې ماین چاودنې او هاوان لګېدو ۷ ولسي کسان وژلي


په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د سړک غاړې ماین چاودنې او د هاوان مرمۍ لګېدو اووه ملکي وګړي وژلي دي.

د چارواکو په وینا لومړی چاودنه تېره ورځ ناوخته د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په «زاوې» سیمه کې پر یو سراچه موټر شوې ده.

د ننګرهار چارواکي وايي په دغه چاودنه کې څلور ملکي کسان وژل شوي دي. او موټر یې هم ویجاړ شوی دی.

بلخوا د لغمان والي ویاند اسدالله دولتزی وايي چې پرون مازدیګر د الیشنګ ولسوالۍ په اسلام اباد سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ تر نښتې وروسته پر یو کور د طالبانو د هاوان لګېدو له امله دوه نارینه او یوه نجلۍ وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې په ټپیانو کې ښځې، ماشومان او نارینه هم شامل دي. دولتزي ویلي چې ټپيان د لغمان مرکز روغتونو ته انتقال شوي دي.

د دولتزي په وینا په یاده نښته کې د وسله والو طالبانو یو مهم مشر هم وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

خو د سیمې یو اوسېدونکي محمود امریکا غږ ته وویل چې معلومه نه ده چې دغه مرمۍ د طالبانو ده او که د حکومتي ځواکونو ده.

یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې په دغه جګړه کې د حکومتي ځواکونو په ډزو یو پلار او زوی هم لګېدلي او وژل شوي چې دواړه ملکي کسان دي او یوه مېرمن او یو بل ولسي سړی ټپي شوي هم دي٠

سرچینه زیاتوي چې په دغه جګړه کې یو محلي پولیس وژل شوی او یو بل زخمي دی.

وسله والو طالبانو هم ويلي چې ياده مرګ ژوبله د افغان ځواکونو په بريد کې اوښتې ده٠

XS
SM
MD
LG