د لاس رسي وړ اتصالات

'د لشکر اسلام ډلې مشر منګل باغ ننګرهار کې وژل شوی'


یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې د لشکر اسلام په نوم ډلې مشر منګل باغ د ماین چاودنې په پایله کې نن له غرمې وروسته د ننګرهار اچین ولسوالۍ باندر درې په څېړۍ کڅ کې وژل شوی دی.

سرچینه وايي چې منګل باغ له یوه کوره بهر وتلو چې د دروازې مخې ته یې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې او پکې وژل شوی دی.

منګل باغ له تحریک طالبان پاکستان څخه د یوې بېلې شوې ډلې مشر و.

اچین ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو مشر او ځايي اوسېدونکو هم د منګل باغ د وژل کېدو خبره تائید کړې ده.

د پاڅون کوونکو مشر ویلي چې په پېښه کې د منګل باغ یوه ۱۲کلنه لور هم وژل شوې ده.

د لشکر اسلام ډلې په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د ننګرهار والي د موټرو په کاروان وسله‌وال برید

یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې د ننګرهار والي نن سهار هسکې مېنې ته د یو جومات د پرانیستې لپاره پر لاره و چې وسله والو پرې برید کړی دی.

سرچینه وايي چې والي ضیاء الحق امرخېل له بریده روغ وتلی، خو دوه نظامیان پکې ټپیان شوي دي.

والي له دغې پېښې وروسته هسکې مېنې ولسوالۍ کې یوې ولسي غونډه کې ګډون هم کړی دی.

د یو بل خبر له مخې نن سهار اته نیمې بجې د جلال‌اباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند هډې فارم سیمه کې ناپېژندو وسله والو دوه وروڼه په ډزو وژلي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د دغه خبر پخلی کړی دی.

یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې په وژل شویو کسانو کې یو یې د ملي امنیت او بل یې د مستوفیت کارکوونکی دی.

همداشان نن سهار د سرخرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو پر رنجر ماین چاودنه شوې چې د چارواکو په وینا درې پولیس پکې ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویلي چې نن سهار نهه نیمې بجې د غني خېلو ولسوالۍ کې د چسپکي ماین د چاودنې په یوې بلې پېښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

تراوسه د دغو بریدونو مسولیت چا نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG