د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیا د روحاني بابا په ولسوالۍ کې موټر بم برید شوی


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې پر يوې امنيتي پوستې د موټر بم په بريد، د برید نه وروسته په وسله واله نښته او هوايي حملو کې ۱۴ طالب وسله والو او دوو ولسي پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت د امنيت آمر سمونوال لطف الله کامران نن شنبه نومبر اوومه (لړم۱۷)امريکا غږ ته وويل چې تیره شپه لومړی د روحاني بابا ولسوالۍ اړوند د نېکنام سيمې د ولسي پاڅونوالو پر يوه امنيتي پوسته موټر بم برید شوی دی.

هغه وويل، د موټربم له چاودنې سره سم په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه وشوه چې وروسته افغان هوايي ځواکونو پر طالبانو هوايي بريدونه وکړل.

د نوموړي په وينا د موټر بم په چاودنه، جګړه او هوايي بريدونو کې پنځه طالبان او يو پاڅونوال وژل شوي، نهه طالبان او يو پاڅون کوونکی ټپيان شوي دي.

دا د تېرې څو ورځو په موده کې دويم موټربم بريد دی چې د پکتيا ولايت د روحاني بابا ولسوالۍ په نېکنام سيمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو کيږي.

د روانې نومبر مياشتې په لومړۍ نېټه هم په دې سيمه کې د ولسي پاڅونوالو پر يوه قرارګاه د موټربم په وسيله حملې لږ تر لږه دوه پاڅونوال وژلي او دوه نور ټپيان کړي وو.

XS
SM
MD
LG