د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې موټر بم چاودنه؛ د ملي اردو درې سرتیري وژل شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ «ملا نوح بابا» سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو یوه مرکز ته نژدې موټر بم برید شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت نن چهارشنبه ډسمبر نهمه (لېندۍ ۱۹) ویلي چې یاده پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.

یاد وزارت زیاتوي چې وسله والو طالبانو غوښتل په یاده سیمه کې د ملي اردو پر یوه مرکز موټر بم برید وکړي چې د افغان ځواکونو له لخوا تر پيژندلو وروسته هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت د اعلامیې په اساس تر موټر بم چاودنې وروسته یو شمېر وسله والو د ملي اردو پر مرکز برید وکړ چې وروسته پر شا وتمبول وشو.

په بیان کې راغلي چې په یاد برید کې د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

بلخوا په سیمه کې د ملي اردو د دریمې لوا ویاند علي شکاري امریکا غږ ته وویل چې د پېښې ځای ته نژدې اوس هم نښته روانه ده او په وینا یې کمکي ځواک سیمې ته رسېدلی دی.

شکاري بیا ویلي چې په دغه موټر بم او وسله وال برید کې د ملي اردو درې سرتیري وژل شوي او دوه ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دغه موټر بم او وسله وال برید په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د یادونې وړ ده چې روانه میاشت د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې هم د افغان امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز موټر بم برید کې د چارواکو په وینا ۱۰ د ملي اردو سرتیري وژل شوي و او ۷ نور ټپیان شوي و.

XS
SM
MD
LG