د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې موټر بم برید ۵ پولیس وژلي ۷ ټپيان دي


په غزني ولایت کې د پولیسو پر ریزرف قطعې موټر بم چاودنه کې پنځه پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د غزني چارواکي وايي، ځانمرګي کس چې هڅه یې کول د غزني ښار اړوند سیمه کې د پولیسو ریزرف قطعې ته له چاودېدونکو موادو ډک هاموي ټانک داخل کړي د یادې قطعې په دروازه کې چاودنه کړې ده.

دغه پېښه تېره شپه شا اوخوا لس بجې رامنځته شوې چې ویل کېږي شااوخوا نژدې کورونه یې هم زیانمن کړي دي.

د غزني د امنیه قوماندانۍ مرستیال عبدالکریم عابد نن یکشنبه د غبرګولې پر ۱۲مه رسنیو ته وویل:" زموږ سرتېرو تراویح کولې چې موټر راغی، پولیسو پر دغه موتر ډزې کړي، خو درېدلی نه دی، او خپل ځان یې د قطعې شا ته رسولی دی او چاودنه یې کړې ده، پنځه سرتېري وژل شوي اوه ټپیان دي.​"

د غزني د ولایتي شورا یوه غړي غلام سخي بیا امریکا غږ ته وویل، چې په دغه چاونه کې ۸ پولیس وژل شوي او اوه نور ټپيان شوي دي.

د برید مسؤلیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.

دا په روانه میاشت کې دوهم موټر بم برید دی چې په غزني کې پر افغان پولیسو کېږي.

د روانې غبرګولې میاشتې پر لومړۍ نېټه د غزني ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د ملي اردو د دریم کنډک مخې ته موټر بم برید څلور تنه ووژل او ۱۶ نور یې ټپيان کړل.

XS
SM
MD
LG