د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې د طالبانو موټر بمب برید پاڅونوال وژلي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو یو موټر بم یې تر برید مخکې له منځه وړی دی.

د هرات والي سید وحید قتالي وايي چې دغه پېښه تیره شپه د اپرېل۲۰ (وري ۳۱) په غوریان ولسوالۍ کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د وسله والو طالبانو یو ځانمرګي غوښتل د غوریان ولسوالۍ پر ودانۍ له چاودېدونکو موادو ډک موټر والوځوي چې پاڅونوالو پېژندلی او ختم کړی یې دی.

د هرات والي په وینا د موټر بم تر چاودنې وروسته وسله والو طالبانو د غوریان ولسوالۍ، امنیه قوماندانۍ او سیمه ییزو پاڅونوالو پر مرکز وسله وال برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په دغې چاودنې او نښتې کې دوه سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د هرات ولایت مقام په اعلامیه کې بیا ویل شوي چې په دغه پېښه کې ۱۵ وسله وال طالبان مړه او ټپیان شوي دي.

په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې د غوریان ولسوالۍ په موټر بم چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګدون ۱۲ ملکي وګړي ټپیان شوي او لس کورونه هم زیانمن شوي دي.

د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د موتر بم چاودنې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی او سیمه ییزو پاڅونوالو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

څو شپې مخکې د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د طالبانو موټر بم او ډله ییز برید کې درې افغان پولیس هم وژل شوي و او ۸ ملکي وګړي ټپیان شوي و.

XS
SM
MD
LG