د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ او هرات کې د افغان پوځ پنځه منسوبین وژل شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

په هرات ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله درې افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده نن دوشنبه اپرېل۱۲(وري ۲۳) وویل چې دغه چاودنه د یکشنبې په ماښام د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند د «کاریزک» امنیتي پوستو په سیمه کې شوې ده.

ولي زاده زیاته کړه چې په یاده چاودنه کې د یوولسمې امنیتي حوزې د بلوک د قوماندان په ګډون دوه سرتیري وژل شوي دي.

تر دا مهاله د یادې ماین چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د یو بل خبر له مخې تیره شپه د هرات ولایت په شین ډنډ ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو موټر بم برید کې د ملي اردو دوه سرتیري ټپیان شوي دي.

د هرات والي سید وحید قتالي وايي چې د موټر بم چاودنه ډيره قوي وه چې له امله یې مالي زیانونه هم رامنځته شوي دي.

بلخوا په هرات کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان عبدالرووف ارغندیوال وايي چې تر چاودنې وروسته له طالبانو سره نښته کې لس طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

په تیرو دوو اونیو کې د هرات په شین ډنډ ولسوالۍ کې دوه موټر بم بریدونه شوي دي.

د یو بل خبر له مخې نن دوشنبه سهار په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو سرطبیب ډاکتر صالح محمد صمیم له خپل موټر چلوونکي سره د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

پر ډاکتر صالح محمد صمیم د برید مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی دی.

د افغانستان دفاع وزارت بیا د تیرې ورځې راپدېخوا په سرپل او غزني ولایتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۳۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ۲۳ نورو د ټپي کېدو ادعا کړې ده.

XS
SM
MD
LG