د لاس رسي وړ اتصالات

په لغمان کې د طالبانو موټر بم برید ۴ تنه وژلي او ۲۶ یې ټپيان کړي


لغمان ولایت (ارشیف)
لغمان ولایت (ارشیف)

د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د علیشنګ ولسوالۍ پر ودانۍ موټر بم برید شوی دی.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي امریکا غږ ته وویل، چې دغه برید نن چهارشنبه د اکتوبر پر۱۶مه «تلې۲۴مه» سهار ۶ بجې د علیشنګ ولسوالۍ د ودانۍ مخته د مازدا موټر پواسطه تر سره شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې دوه افغان سرتيري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل:"ولسوالۍ ته نږدې یوه دیني مدرسه او جومات هم و چې د چاودنې د شدت له امله په زده کوونکو باندې د ښېښو راپرېوتو له امله تر ۲۰ پورې زده کوونکي هم ټپیان شوي."

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل، چې دغه پېښه کې دوه ملکي وګړي هم وژل شوي، چې د یو کس جسد لا هم نه دی موندل شوی.

د لغمان د ولایتي روغتون مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر فاروق سهاک هم امریکا غږ ته وویل چې ولایتي روغتون ته دولس ټپیان ور وړل شوي، چې یو پکې پنځه څلوېښت کلن سړی دی او نور ماشومان دي.

هغه وايي، داسې ښکاري چې زده کوونکي دي ځکه اکثرو یې یو رنګ جامې اغوستي او زیاتوي، چې د ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی.

د دغه برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG