د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د دامان ولسوالۍ پر مرکز موټر بم چاودنه؛ ۳۳ کسان ټپیان شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

نن دوشنبه سهار څه باندې ۱۰ بجې د کندهار د دامان ولسوالۍ پر مرکز موټر بم برید شوی دی.

د کندهار د پوليسو وياند جمال بارکزي ډسمبر اوومه (لېندۍ ۱۷) امریکا غږ ته وویل چې ځانمرګی موټر بم برید د مازدا لارۍ په وسیله د دامان ولسوالۍ پر مرکز شوی دی.

د کندهار د والي وياند بهير احمدي وايي، د دامان ولسوالۍ په نننۍ موټر بم چاودنه کي ۳۳ تنه ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې له یادو کسانو څخه ۱۸ تنه د ولسوالۍ په ودانۍ کې او ۱۵ تنه ولسوالۍ ته نژدې په يوه کور کې ټپيان شوي دي.

ښاغلي احمدي وویل: "په ټپيانو کي ۷ ملکي مامورين، ۹ تنه پوليس او ۲ تنه د ملي امنيت سرتيري ټپيان شوي او په نژدې کور کې ۱۵ تنه ولسي خلک چې ښځې او ماشومان هم پکښې دي ټپيان شوي او څوک ندي وژل شوي."

تر دې مخکې د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال بارکزي امریکا غږ ته ویلي وو چې په چاودنه کې مرګ ژوبله رامنځته شوې وروسته به معلومات له رسنیو شریک شي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین بیا ویلي چې د لومړنیو معلوماتو په اساس په یاده چاودنه کې ۱۱ پولیس ټپیان شوي دي.

د دامان ولسوالۍ په الحاقیه ودانۍ کې د ولسوال د دفتر په ګډون امنیه قومانداني او ټول دولتي تاسیسات یو ځای فعالیت لري.

د دامان ولسوال ښادي خان امریکا غږ ته وويل چي د پېښې پر مهال دوی غونډه درلودله.

نوموړي زياته کړه چې چاودنه زوره وره وه او د ولسوالۍ تاسيساتو ته زيان رسيدلی دی، خو د مرګ ژوبلي په اړه نور جزئيات ورنکړل.

یو امنيتي مقام د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په پېښه کې ۱۵ تنه ټپيان شوي چې د ولسوالۍ ملکي مامورین او ملکي مراجعین هم پکښي شامل دي.

دامان د کندهار ـ کابل د لویې لارې پر سر د کندهار ښار په ختیځ کې پرته ولسوالي ده چې د نننۍ چاودنې له کبله په یاده سیمه کې د کابل ـ کندهار لویه لار هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

تر اوسه چا د پېښي مسئوليت په غاړه ندی اخيستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG