د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې کې د چاودیدونکو توکو ډک موټر چاودنې اته تنه ټپیان کړي


ترکیه کې امنیتي چارواکو ویلي، چې ددغه هیواد په جنوب ختیځ کې د چاودیدونکو توکو د یو ډک موټر په چاودنه کې لږ ترلږه د پولیسو اته منسوبین ټپیان شوي دي.

دا چاودنه د ترکیې " دیاربکر" ښار په مربوطاتو کې د جمعې په ورځ ډسمیر۱۶ ( لیندۍ ۲۵) په سیمه ییز وخت د سهار په ۵:۱۰ بجو شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس د ترکیې د کورنیو چارو د وزیر سلیمان سویلو له قوله ویلي، چې دا چاودنه هغه مهال شوه، چې د دغه هیواد د پولیسو یو موټر د پیښې له ځایه د تیریدو په حال کې و.

ښاغلي سویلو ویلي، چې چاودیدونکي توکي په یو موټر کې ځای پرځای شوي و، چې د سیمې څخه د پولیسو د موټر د تیریدو پر مهال یې چاودنه وکړه.

د ترکیې د کورنیو چارو د وزیر د وینا پر اساس په دې چاودنه کې ددغه هیواد اته امنیتي ساتوونکي ټپیان شوي دي، چې روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس ددغه ترکیې چارواکي له قوله همدا راز ویلي، چې ددې چاودنې په تړاو دوه تنه نیول شوي، چې ګمان کیږي په دې برید کې به لاس ولري.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د نیول شوو شکمنو څخه پلټنې پیل شوي دي.

تراوسه هیڅ کوم شخص یا ډلې ددغې چاودنې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو کردي جدايي طلبو او اسلامي سخت دریځو په دغه هیواد کې پخوا څو دغسې بریدونه کړي و.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې، چې د نومبر په ۱۳ (لړم ۲۲) د ترکیې د استنبول په ښار کې یوي قوي چاودنې شپږ تنه وژلي و او ۸۱ تنه نور یې ټپیان کړي و.

ددغې چاودنې یوه ورځ وروسته د ترکیې کورنیو چارو وزارت د استنبول ښار د استقلال په کوڅه کې د چاودنې د مسولیت پړه د کردستان د کارګرانو حزب (PKK) باندې اچولې وه او د سوریې یوه اوسیدونکې یې د کردي تند لارو سره د اړیکو په لرلو نیولې وه.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دغې ښځې چې "احلام البشیر" نومیږي د استقلال په کوڅه کې د بم په چاوندنې کې خپل لاس لرلو باندې اعتراف کړی دی.

د کردستان د کارګرانو حزب (PKK) چې په ترکیه کې د یوې تروریستي ډلې په توګه پیژندل کیږي په یوه اعلامیه کې د استنبول ښار د استقلال په کوڅه کې د بم په چاودنه کې خپل لاس لرل رد کړی او ویلي دي، چې دا حزب ملکي وګړي نه په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG