د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان پوتین ته ویلي د سوریې شمال له 'کردي ځواکونو‌ پاک' کړي 


پوتن او اردوغان
پوتن او اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل روسي‌ سیال ولادیمیر پوتین ته نن یکشنبه ډسمبر ۱۱(لیندۍ۲۰) ویلي‌ دي‌ لازمي‌ ده چې کرملین له کردي ځواکونو څخه د سوریې شمال «پاک» کړي.

ولسمشر اردوغان پلان لري‌ چې د کردي‌ ځواکونو په ضد ځمکني عملیات پیل کړي. ترکیه دا ځواکونه تورنوي چې د نومبر په میاشت کې یې په استانبول کې چاودنه کړې چې شپږ تنه په کې وژل شوي دي.

مسکو او انقرې په ۲۰۱۹ کال کې یو تړون لاسلیک کړ چې په اساس یې شاوخوا ۳۰ کیلو متره «مصونه سیمه» وټاکل شوه چې ترکیه د سرحد د بلې غاړې د بریدونو څخه خوندي وي.

ښاغلي‌ اردوغان روسیه، چې د سوریې په جګړې کې مهمه لوبغاړې او د بشار الاسد د رژیم کلکه ملاتړې بلل کېږي، تورنه کړې چې د دغه تړون په پلي کولو کې ناکامه شوې ده.

د فرانسې د خبري‌ اژانس د راپور په اساس د ښاغلي اردوغان دفتر وايي‌ چې نوموړي په تیلیفون کې خپل روسي سیال پوتین ته ویلي دي «دا مهمه ده چې [کردي ځواکونه] له سرحد څخه ۳۰ کیلو متر لېرې کړل» شي. وايي هغه ويلي دي‌ چې دا «لومړیتوب» دی.

په دغې سیمې کې یو شمېر کردي ځواکونه د روسیې د پوځ تر کنترول لاندې مېشت دي او یو شمېر نور یې بیا د امریکا د متحدو ایالتونو سره په ګډه د داعش د جنګیالیو په ضد په جګړې بوخت دي.

مسکو او واشنګټن دواړو په انقرې باندې دپلوماتیک فشارونه راوړي‌ چې په سوریې کې ځمکني عملیات پيل نکړي. ترکیې د وروستۍ چاودنې په ځواب کې د سوریې په خاوره کې د کردي ځواکونو ځينې پوستې بمبار کړي او په توغندیو یې وېشتلي دي.

ښاغلي اردوغان د ځمکنيو عملیاتو خبرداری هم ورکړی خو کردي ځواکونه د استانبول په چاودنې کې خپل هر ډول لاس لرل ردوي.

XS
SM
MD
LG