د لاس رسي وړ اتصالات

غزنې کې دوو چاودنو ۷ تنه وژلي ۳۳ ټپيان دي


غزني ښار
غزني ښار

د غزني امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په اب بند ولسوالۍ کې په دوو جلا چاودنو کې د درې ملکیانو په ګډون اته تنه وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد خان سیرت نن یکشنبه د «زمري میاشتې پر ۶مه» امریکا غږ ته وویل، چې لومړی یو ځانمرګي په اب بند ولسوالۍ کې د حکومت د ملاتړو پاڅونوالو پر امنیتي مرکز له چاودېدونکو موادو ډک هاموي ټانک ته چاودنه ورکړه.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه چاودنه څلور حکومت پلوي پاڅونوال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د اب بند ولسوال جمعه خان ترکي بیا امریکا غږ ته وویل، چې په دغه چاودنه کې د پاڅونوالو ترڅنګ ۲۰ تنه ملکي وګړي هم ټپیان شوي، چې ښځې او شومان هم پکې شامل دي.

ولسوال وویل، چې د دغه چاودنې له امله د هستوګنې لس کورونه هم تخریب شوي دي.

د دغه موټر بم برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د اب بند ولسوالۍ پر ودانۍ د طالبانو په موټر بم برید کې څلور پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي و.

د یو بل خبر له مخې نن یکشنبه په غزني ښار کې د سړک غاړې ماین چاودنې درې تنه وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري امریکا غږ ته وویل، چې دغه ماین د غزني ښار د دریمې حوزې اړوند د کابل ـ کندهار د لویې لارې پر سر په یو ګلدان کې ځای پر ځای شوی و چې ټول قربانیان یې ملکیان دي.

د د غه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

غزني چې د کابل په جنوب کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار موقعیت لري، په دې وروستیو کې د ناامنیو پېښې پکې زیاتې شوي دي.

روانه میاشت په غزني ښار کې د ملي امنیت پر یو مرکز د طالبانو په موټر بم برید کې شاوخوا ۱۳ تنه ووژل شول او ۱۷۹ نور ټپیان شول چې زیاته برخه یې ملکي وګړي و.

XS
SM
MD
LG