د لاس رسي وړ اتصالات

د یونان په شمال کې بار وړونکې الوتکه لویدلې


یوه بار وړونکې الوتکه چې د صربستان څخه اردن ته روانه وه او غوښتل یې د یونان په شمال کې بیړنۍ ناسته وکړي، نکسوره شوې او اور یې اخیستی.

عیني شاهدانو د آتن خبري اژانس ته ویلي چې د پیښې په ځای کې یې لمبې لیدلي چې د الوتکې څخه پورته کیدلې او د څو چاودنو غږونه یې هم اوریدلي دي.

سیمه ایزو چارواکو ویلي چې د پیښې ځای ته یې د اور وژنې ۷ موټر لیږلي خو دا چې د الوتکې د لویدو څخه وروسته څو چاودنې شوې، د اور وژنې دا موټر هم سیمې ته ندي رسیدلي.
د یونان په مطبوعاتو کې ویل شوي چې دا بار وړونکې الوتکه د صربستان څخه اردن ته روانه وه او اجازه یې اخیستې وه چې د یونان په شمال کې د کوالا په هوایي ډګر کې عاجله ناسته وکړي خو دا کار یې ونشو کړی او د ښکته کیدو څخه وړاندې یې اور واخیست.
په عین حال کې د یونان په دولتي تلویزیون (ERT) کې ویل شوي چې الوتکه اوکراینۍ وه او په سیمه کې کلیوالو هم ویلي چې الوتکې د ښکته کیدو څخه وړاندې اور اخیستی و.
تر اوسه په رسمي توګه نده معلومه چې په الوتکې کې څومره عمله سپره وه او دا چې عمله یې د کوم هیواد / هیوادونو اوسیدنکي دي.
خو د یونان په دولتي تلویزیون کې ویل شوي چې په الوتکې کې ۸ تنه سپاره و او په الوتکې کې بار شوي مواد هم خطرناک و. په سیمه کې پولیسو د خبریالانو څخه چې د پیښې ځای ته ورتلل، غوښتي و چې ماسکونه دې وتړي.

د اور وژنې یوې عملې خبریالانو ته ویلي، " د خپل خوندیتوب خیال وساتئ ځکه داسې معلومات شته چې په الوتکې کې وسلې بار وې".

XS
SM
MD
LG