د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله بله اونۍ له دوه سوو افغان سوداګرو سره هند ته ځي


اجرائیه ریاست وايي ټاکل شوې جمهوررئیس غني به د روانې عیسوي میاشتې پر ۲۷ هند ته لاړ شي.
اجرائیه ریاست وايي ټاکل شوې جمهوررئیس غني به د روانې عیسوي میاشتې پر ۲۷ هند ته لاړ شي.

ټاکل شوې د افغانستان اجرائیه رئیس د یو شمیر وزیرانو او افغان سوداګرو په ملیتا راتلوونکي اونۍ هند ته لاړ شي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د سپټامبر په اوویشتمه د ښاغلي عبدالله سره په دغه سفر کې به د یو شمیر وزیرانو او نورو لوړپوړو چارواکو سربیره تر دوو سوو پورې افغان سوداګر هم ملګرتیا وکړي.

ښاغلي فیصل وویل " اجرائیه رئیس به د هند له صدراعظم سره کتنه هم ولري، همدارنګه به د سوداګریزو شرکتونو له مسوولینو سره د ګډو سوداګریزو اړیکو د رامنځ ته کولو لپاره یوه غونډه هم ولري. د دې ترڅنګ به د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ ګډ نندارتون پرانیستلوغونډه کې ګډون وکړي ".

جاود فیصل وویل چې د افغانستان اجرائیه رئیس به د دغه درې ورځني سفر په ترڅ کې د هند د صدراعظم سره د کتنې سربیره یوشمیر نورو هندي لوړپوړو چارواکو سره هم خبرې وکړي.

د تیرې چهارشنبې په ورځ د افغانستان جمهوررئیس غني په نیویارک کې د ملګروملتونو د عمومي ناستې په څندو کې د هند د بهرنیو چارو له وزیرې میرمن سوشما سواراج، سره کتلي او د سیمې په امنیتي مسلو یې ورسره خبرې کړي دي.

د ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې جمهوررئیس غني په دې کتنه کې هند ته د اجرائیه رئیس عبدالله د راران سفر په هم خبرې کړي او ویلي چې افغان پلاوی به هندي پلاوي سره د نورو مسلو سربیره په افغانستان کې د پانګونې،د کرهڼې د پراختیا، د اوبو مدیریت او په دې وروستیو میاشتو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د جوړ شوي هوايي دهلیز په اړوند مسلو هم خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG