د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د لیري کولو په اړه د غني حکم رد کړ


د افغان حکومت اجرائیه ریاست د ولسمشر غني لخوا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند صبغت الله احمدي د لیري کولو حکم رد کړ.

ولسمشرۍ ماڼۍ صبغت الله احمدي پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر په اړه د هغه د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې پرون یکشنبه له دندې څخه لیري کړ.

ارګ همدارنګه اعلان وکړ، چې په ترکمنستان کې پخوانی افغان سفیر میرویس ناب به د هغه پر ځای د سرپرست ویاند په توګه چارې مخته وړي.

څو ورځې وړاندې صبغت الله احمدي د طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي وو چې " هیله لرو دا ځل پاکستاني چارواکي طالبان د افغانستان د دولت سره د مخامخ خبرو لپاره په ریښتیني توګه همکاري وکړي او عملي کار وکړي."

تر هغه وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وویل، چې پاکستان د طالب پلاوي د سفر په اړه د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې د افغان حکومت د رسمي دریځ څرګندونه نه کوي او هغه یې د نوموړي شخصي نظر وباله.

صبغت الله احمدي تر هغه وروسته له خپلو څرګندونو څخه په دفاع سره وویل، چې نوموړي د بهرنیو چارو وزارت رسمي دریځ اعلان کړی دی.

خو اجرائیه ریاست تېره شپه د اکتوبر پر ۶مه «تلې ۱۴مه»د نوموړي د لیري کولو په اړه د ولسمشر غني د حکم په غبرګون کې وویل، چې صبغت الله احمدي به خپلې دندې ته دوام ورکوي.

د اجرائیه ریاست په اعلامیه کې د عبدالله عبدالله له قوله ویل شوي:"دغه لیري کول د جمهوري ریاست له ټاکنو سره تړاو لري،ښاغلی احمدي د ټاکنو د پایلو تر معلومېدو پوري کار ته دوام ورکولی شي."

په اعلامیه کې ویل شوي، چې صبغت الله احمدي د سولې په اړه خپلو څرګندونو کې د بهرنیو چارو وزارت رسمي دریځ بیان کړی دی.

خو جمهوري ریاست تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG