د لاس رسي وړ اتصالات

د بولدک ـ چمن دروازه خلاصه شوه


د سپین بولدک ـ چمن دروازه
د سپین بولدک ـ چمن دروازه

د چمن – سپین بولدک لارې له بیا خلاصېدو سره نن د ورځې له شروع څخه بیا تر لس نیمو بجو پورې ۸۰۰۰ کسان د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ راتګ کړی دی.

پرون د جمعې په ورځ تر څلور میاشتني ځنډ وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ یاده لاره په دايمي ډول بيرته پرانیستل شوه.

د چمن – بولدک لار د دواړو هیوادونو ترمنځ یوه له تر ټولو مهمو تجارتي او اقتصادي لارو څخه شمېرل کیږي.

په جنوبي حوزه کې د بهرنيو چارو وزارت نماينده ګي وايي چې د لارې د پرانيستل کيدو په برخه کي د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر ځانګړې هڅې کړي.

د نوموړي ادارې رئيس ظاهر الکو نن شنبه اګست ۲۲مه (وږې لومړۍ) امریکا غږ ته وويل: "د بهرنیو چارو وزارت او د وزارت د مشرتابه ښاغلي محمد حنيف اتمر له هڅو وروسته يو ځل بيا د جمعې په ورځ ياده دروازه د دواړوهیوادونو په موافقه په دوه طرفه ډول د مسافرو او تجارت پر مخ د پخوا په شان پرانیستل شوه. مسافر کولی شي د پاسپورټ، تذکري او شناخت کارټ له مخې پر دي لارې تګ راتګ وکړي چي دا به د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تجارتي او ډيپلوماتيکو اړیکو او د سيمي پر تجارت مثبت اغيز وکړي."

پر ياده لار هره ورځ تر ۲۰زره تنو پوري افغان او پاکستاني اتباع د دواړو هيوادونو تر منځ تګ راتګ کوي.

دغه راز د افغاني سوداګرو په تازه ميوو بار لارۍ هم پرون جمعه له سپین بولدک څخه چمن ته رسېدلي دي.

دافغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن - سپين بولدک لار د سيمي په کچه يوه د مهمو ترانزیټي او تجارتي لارو څخه ده چي د تېرو څلورو مياشتو راهيسي د کرونا په بهانه د مسافرو او تجارت پر مخ پاکستاني لوري تړلي وه.

له دې کبله د دواړو هیوادونو ترمنځ د مسافرو تګ راتګ او تجارت د ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ وو.

د تيرو دوو مياشتو په جريان کي د ډيورنډ کرښي په دواړو غاړو کي مېشتو پښتنو قبايلو د دروازې د بيا پرانيستلو په موخه په چمن او سپين بولدک کي مظاهرې وکړې او يوه مياشت يي په چمن ښار ګوټي کې دپرلت خيمي ووهلي او د دروازې د خلاصون غوښتنه يي کوله.

درې اونۍ مخکې د لوی اختر په شپه مظاهرې په تاوتریخوالي واوښتي چي په ترڅ کې يې افغاني لوري ته د پاکستاني نظاميانو په بريدونو کې ۱۶ ملکي وګړي ووژل شوه او ۸۵ نور ټپيان شوه.

يادې پېښي د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر تجارتي او ډيپلوماتيکو اړيکو هم منفي اغيز کړی وو.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG