د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ناقانونه کډوال ماشومان بېرته خپلو هېوادونو ته ستنوي


یوه مکسیکويي کډواله
یوه مکسیکويي کډواله

ولسمشر اوباما له هغې وروسته خپلو هېوادونو ته د قانوني اسنادو پرته ددغو راغلو ماشومانو د بېرته شړلو ژمنه وکړه چې، له کبله یې له مکسیکو سره پر پولې بشري کړکیچ رامنځ ته شوی.

ددغو ماشومانو لومړنۍ ډله د دوشنبې په ورځ د جولاۍ په اومه هاندوراس ته ولېږدول شوه، دوی د هغو زرګونو ماشومانو له ډلې دي چې د تاوتریخوالي او بې وزلۍ له کبله په یوازې سر د مرکزي امریکا له هېوادونو څخه متحدو ایالتونه راغلي دي.

پر هاندوراس سربېره د السلوادور او ګواتیمالا بې شمېره ماشومان هم په راغلیو ناقانونه ماشومانو کې شامل دي.

د هاندوراس د ولسمشر مېرمنه په هوايي ډګر کې دبېرته ستنول شویو ماشومانو هرګلي ته ورغلې وه، دې وویل "دا د ټولې سیمې، مرکزي امریکا، مکسیکو او متحدو ایالتونو ستونزه ده. ما له امریکايي سناتورانو سره خبرې وکړي، زه فکر کوم هغوی پوهیږي چې دا زموږ ګډ مسولیت دی او څنګه کولی شو چې د دغې ستونزې ریخې له بېخه راوباسو."

هاندوراس ته دغه شړل شوي ماشومان له اوږد او ستونزو ډک سفر نه وروسته، د جون په میاشت کې له امریکا سره پر ګډې پولې نیول شوي و.

د هاندوراس د ولسمشر مېرمنې وویل حکومت به داسې کمپاین پیل کړي چې کورنۍ وهڅول شي خپل ماشومان په دومره خطرناک سفر ونه لیږي.

تېره میاشت په جنوبي ټکساس کې یو پنځلس کلن ګواتیمالیايی ماشوم مړ وموندل شو، په ټکساس کې د ګواتیمالا کونسل الن پیریز وویل چې دغه ماشوم د ستړیا له کبله مړ شوی دی.

امریکایان د کډوالۍ له کړکیچ سره د مبارزې په برخه کې سره ویشل شوي دي.

ځينې یې وايي باید پر سرحدباندې کنټرول او قانون سخت شي هر ناقانونه کډوال له نیول کېدو سملاسي وروسته ببېرته خپل هېواد ته وشړل شي، خو ځینې نور بیا وايي چې دا سم کار نه دی په تېره بیا له هغو ماشومانو سره چې پاملرنې او مرستې ته اړتیا لري.

د دغو دواړو ډلو پلویانو په اریزونا کې چې د څلوېښتو او شپیتو ترمنځ ماشومان په کې بېرته خپلو هېوادونو ته استول کېدل، مظاهره وکړه.

یوې مظاهره کوونکي وویل "موږ نه پوهیږو چې دوی څوک دي، که تاسو یې ماشومان هم بولﺉ، خو شاید د دوی په منځ کې ځیني خطرناک مجرمان هم وي."

یو بل مظاهر کوونکي وویل "د دغو ماشومانو په لیدو ماته ژړا راځي، دلته زما ډېر ملګري دي چې دغو ماشومانو په اړه خواشیني دي، د دوی شړل د منلو نه دي."

ټولنپوه مارک هوارډز وايي له پرمخ ودو هېوادونو څخه ډله اییزه کډوالي یوه نړیواله ستونزه ده.

دی وايي هېوادونه باید په خپلو تګلارو کې د دغې ستونزې هواري ته پام وکړي، د نوموړي په خبره یوازې هغه خلک بل هېواد ته په ورتلو خپل ژوند په خطر کې اچوي چې په خپل هېواد کې یې حالت خراب وي .

XS
SM
MD
LG