د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د زیات نفوذ لپاره د چین، روسیې او هند هڅه


چین د لومړي ځل لپاره په ښکاره په پاکستان کې میشت ترهگرې ډلې لکه لشکر طیبه او جیش محمد محکومې کړې
چین د لومړي ځل لپاره په ښکاره په پاکستان کې میشت ترهگرې ډلې لکه لشکر طیبه او جیش محمد محکومې کړې

په افغانستان، پاکستان او نورو هیوادونو کې د ترهگرۍ د غندلو په هکله د بریکس په نامه هیوادونو تصمیم د پوهانو او څیړونکو ترمنځ د مناظرې سبب شوی دی.

د روانې میاشتې په پیل کې دغې ډلې چې برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا یې غړي دي د کابل د ترهگرۍ ضد فعالیتونو نه خپل ملاتړ اعلان کړ، هغه اقدام چې د اسلام آباد د اندیښنې سبب شو.

د بریکس هیوادونو د مقاماتو ملاتړ پاکستان اندیښمن کړ او د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف یې دې ته اړ کړ چې د ملاتړ د جلبولو لپاره تهران او بیجنگ ته سفر وکړي.

چین د لومړي ځل لپاره په ښکاره په پاکستان کې میشت ترهگرې ډلې لکه لشکر طیبه او جیش محمد محکومې کړې، هغه ډلې چې د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا له لورې هم محکومې شوې دي.

ځنې څیړونکي وایي اسلام آباد باید د بیجنگ په چلند کې په بدلون اندیښمن شوی وای، په ځانگړې توگه کله چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ ټینگار وکړ چې که پاکستان د ترهگرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د خپل چلند بڼه بدله نه کړي د امریکا کمکونه دغه هیواد بندیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر سفر لږ تر لږه دننه په هیواد کې گټور و، ځکه د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ یي د ترهگرو د ځپلو لپاره د پاکستان هڅې وستایلې.

خو څیړونکي وایي د بیجنگ دغه اقدام نمایشي بڼه درلوده او په اصل کې چین په پاکستان کې د میشتو ترهگرو په سرکوبۍ کې د پاکستان په پاته راتلو ډیر اندیښمن دی، په ځانگړې توگه په هغه هیواد کې د ختیځ ترکمنستان د اسلامي غورځنگ د مشرانو په شتون چې بیجنگ یې د چین په شین ژیانگ سیمه کې د ترهگرۍ په پراخولو ملامتوي، هغه سیمه چې ایغوري مسلمانان په کې ژوند کوي.

بیجنگ همداشان د پاکستان-چین په اقتصادي دهلیز پروژه کې د خپلو کارگرانو د مصونیت په اړه اندیښمن دی.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ترهگرو له خوا د دوو چینایانو وژنې هم د ترهگرو په کنترولو کې د پاکستان د قابلیت په اړه د بیجنگ باور کمزوری کړی دی.

په پاکستان کې د دوو ترهگرو ډلو محکومول هغه هم د هند په غوښتنه جنجالي کار و. په چین کې یو شمیر کارپوهانو په څرگنده توگه د چین په رهبرۍ انتقادونه وکړل.

د چین د معاصرو نړیوالو اړیکو د رسمي انستیتوت رئیس هو شیشنگ، وایي دا اقدام به د چین لپاره گران تمام شي، د هغه په وینا د چین له لورې دا ډول تصمیم نیول حیرانونکي دي.

خو د شانگهای د ټولنیزو علومو د نړیوالو اړیکو د اکاډمۍ غړی هو ژیونگ، وایي د بریمس سازمان د پراخو بدلونونو شاهد و. هغه وویل په ترهگرۍ ضد اقداماتو باندې ټینگار ښیي چې د بریکس غونډه چې د تجارتي اړیکو نه پیل شوې وه اوس هر اړخیزو همکاریو ته پراخه شوې ده.

هغه وایي چین پخپله د ترهگرۍ قرباني دی او په دې خاطر د هر ډول ترهگرۍ سره مخالف دی.

چینایي کارپوهان په داسې حال کې په دې موضوع سره د نظر اختلاف لري چې ټاکل شوې د کمونیست گوند کانگرس د اکتبر په میاشت کې نوي مشران وټاکي.

له بلې خوا په داسې حال کې چې پاکستان د بریکس هیوادونو له تصمیم نه ناراضه ښکاري، افغانستان پرې خوشحاله دی.

په کابل کې د ستراتیژیکو او سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز غړی احمد بلال خلیل د امریکا غږ ته وویل افغانستان په دې باور دی چې په اوسني وضعیت کې په هیواد کې روانه لانجه کورنۍ جگړه نه ده ځکه افغانان په دې باور دي چې دا جگړه سیمه ییزې اړیکې لري.

ښاغلي خلیل وویل افغانستان د سخت دریځو د روزنې په میدان بدل شوی چې د نورو هیوادونو نه راځي زده کړې کوي او لوژستیکي ملاتړ ترلاسه کوي. هغه د مثال په توگه د ازبیک، ایغوريو، چینچینیایي او پاکستانیاني ترهگرو نوم واخیست چې په افغانستان کې جنگیږي.

د کارنیگي میلون پوهنتون استاد لی برانستیتر، وویل چې چین، روسیه او هند د افغانستان او د پاکستان د قبائیلي سیمو استخباراتي اطلاعاتو اړتیا لري، ځکه کورنۍ ترهگري یې د طالبانو او ددې سیمې د نورو سخت دریځو ډلو سره ارتباط لري.

XS
SM
MD
LG