د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال فشار او د تروریزم ضد د پاکستان نوې پالیسي


د تروریزم ضد نړیوال فشار په نتیجه کې پاکستان خپل ډیپلوماتان وربللي
د تروریزم ضد نړیوال فشار په نتیجه کې پاکستان خپل ډیپلوماتان وربللي

په داسې حال کې چې نړیوال په پاکستان کې د تروریستي ډلو په شتون اندیښنه څرگندوي د نړۍ له گوټ گوټ نه پاکستاني دیپلوماتان په اسلام آباد کې درې ورځنۍ غونډه کوي چې د یاغیانو پر وړاندې د هیواد نوې پالیسي جوړه کړي.

دغه غونډه څو اونۍ وروسته له هغې جوړیږي چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د جنوبي آسیا په اړه د خپلې پالیسۍ د اعلان په وخت وویل چې اسلام آباد هغو جنگیالیو ته پناه ورکړې چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر ضد جنگیږي.

په اسلام آباد کې د ترهگرۍ ضد پالیسۍ دغه درې ورځنی کنفرانس په داسې حال کې دایریږي چې برازیل‌، روسیې، هند، چین او جنوبي افریقا (بریکس) په بیجینگ کې د خپلې غونډې په ترڅ کې په پاکستان کې د تروریستي ډلو او په ځانګړي توگه د لښکر طیبه او جیش محمد د ډلو فعالیتونه غندلي او دا ډلې یې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره خطر بللي دي.

بریکس د تروریستي ډلو او د هغوی د ملاتړو پر محاکمه کولو ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د اړوندو هیوادونو حکومتونه مسول بللي دي.

چین دمخه د هند د هغو هڅو مخه نیولې وه چې غوښتل یې د جیش محمد د ډلې مشر مسعود اظهر د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د ترهگرو په تور لیست کې شامل شي.

هند پر پاکستان تور لگوي چې ترهگرو پالي او روزي چې د هند پر خاروه باندې بریدونه وکړي.

د بریکس د ټولنې د دوشنبې د ورځې دغه نوي دریځ پر پاکستان باندې په داسې حال کې نور هم فشار زیات کړی چې جمهور رئیس دونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا په هکله د خپلې ستراتیژۍ د اعلان پر وخت ویلي چې اسلام آباد یاغیانو ته پناه ورکوي.

افغان حکومت د بریکس دا دریځ ستایلی دی، دا لومړی ځل دی چې دغه هېوادونه په پاکستان کې مېشتې اورپکې ډلې د سیمې لپاره خطرناکې بولي.

XS
SM
MD
LG