د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین جګړه؛ ناټو په ناروی کې پراخ پوځي تمرینونه پیل کړل 


پداسې حال کې چې د اوکراین پر سر د لویدیځ او روسیې ترمنځ کړکیچ زیات شوی ناټو او د شریکو هیوادونو ۳۰زره ځواکونو د دوشنبې په ورځ مارچ ۱۴ (کب ۲۳) په ناروی کې پراخ پوځي تمرینونه پیل کړل.

د ۲۰۲۲ کال د ناټو ژمني تمرینونه دمخه تر دې چې روسیه پر اوکرین یرغل وکړي پلان شوي وو تر څو دا وازمایي چې ناروی څنګه کولای شي په خپله خاوره کې د خپلو متحدینو د ځواکونو مدیریت وکړي. دا د ناټو د منشور د پنځمې مادې سره مطابق دي چې ایجاب کوي د تړون غړي هیوادونه باید د برید لاندې غړي مرستې ته ودانګي.

ددغو عملیاتو مشر جنرال ینګو اودلو وویل چې «دا دفاعي تمرینونه دي» او زیاته یې کړه چې «دا د یرغل په موخه پوځي عملیات ندي». هغه چینل دو، تلویزیوني شبکې ته وویل چې دا تمرینونه هرو دوه کالو کې د شمالي قطب د دایرې په ګډون د ناروی په خاوره کې ترسره کیږي چې سمندري، هوایي او ځمکني ځواکونه په کې ونډه اخلي.

دا تمرینونه چې د روسیې سره د ناروی له پولې څخه په سلګونو کیلومیتره لرې ترسره کیږي، ناروی روسیې ته بلنه ورکړې وه چې خپل څارونکي ورواستوي، خو روسیې دا بلنه نده منلې.

په ناروی کې د روسیې سفارت تیره اونۍ فرانس پرس اژانس ته ویلي وو چې «د روسیې پولې ته نژدې د ناټو د پوځي وړتیا هر ډول تجمع د سیمې د امنیت د غښتلي کولو سره مرسته نه کوي.»

ددغو عملیاتو مشر جنرال اودلو ویلي چې روسیه «په سیمه کې دا وړتیا لري چې دا (دغه تمرینونه) په بشپړه مشروع ډول وڅاري.» هغه زیاته کړه چې «زه واقعا هیله من یم چې هغوی موجوده موافقو ته درناوی ولري.»

د ناروی ګاونډي هیوادونه سویډن او فنلنډ چې په ناټو کې پوځي غړیتوب نلري خو د ناټو نژدې شریکان دي هم پدغو تمرینونو کې برخه اخلي.

پر اوکراین باندې د روسیې یرغل د اروپا د شمال پدغه دوه هیوادونو (سویډن او فنلنډ) کې بیا دا بحث راوجت کړی چې د ناټو د غړیتوب هڅه وکړي.

دا تمرینونه چې د اپریل تر لومړۍ نیټې دوام کوي په کې شاوخوا ۲۰۰ الوتکو او ۵۰ پوځي بیړیو هم برخه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG