د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې د زلزلې له کبله لږ تر لږه ۴۶ تنه مړه شوي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په چین کې دولتي رسنۍ وايي چې د دوشنبې په ورځ سپتمبر پنځمه (وږې۱۴) د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې زلزله شوې ده چې لږ تر لږه ۴۶تنه په کې مړه شوي ‌دي.

زلزله د سچوان ایالت د ګنګدینګ ښار په ۴۳ کیلو میترۍ کې شوې ده چې یو شمېر کورونه او ودانۍ یې هم زیانمنې کړې او برېښنا یې هم پرې کړې ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو د جیولوژي سروي د معلوماتو په اساس د زلزلې شدت د ریکتر په اندازه ۶.۶ و.

د چین د سي سي تلویزون راپور ورکړی دی چې ۱۴ تنه د سچوان د شیماین په سیمه کې او اووه تنه نور د لودینګ په سیمه کې مړه شوي دي.

سیمه ایزو خلکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي‌ چې د شینګدو ایالت په مرکز او ورڅېرمه سیمو کې هم د زلزلې شدید ټکانونه احساس شوي دي، دغلته د کروناویروس د محدودیتونو له کبله میلیونونه خلک په خپلو کورونو کې قرنطین دي.

د شینګدو یوې اوسېدونکې ویلي دي: «زلزله مې ډېره شدیده احساس کړه. په لاندیني‌ پوړ کې زموږ ځینو ګاونډیانو هم احساس کړې ده. شنګدو د کروناویروس تر محدودیتونو لاندې دی،‌ ډېر خلک له کورونو څخه د وتلو اجازه نلري او اکثریت یې [د زلزلې په وخت] خپلو انګړونو ته تښتېدلي ‌دي.»

د چین د سي سي تلویزون د راپور په اساس د غره ښویدو په یوې پېښه کې «ځينې کورونه هم زیانمن» شوي دي.

په سیمه کې نورو ښارونو ته هم لارې بندې او مخابرات پرې شوې دي، راپور وايي چې په دغې سیمې کې شاوخوا ۱۰۰۰۰ کسان اوسېږي. د ګرز او یان په سیمو کې برېښنا هم پرې شوې ده.

د چین د سي سي تلویزون ښکاره کوي ‌چې په ګرز کې ځینې ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د زلزلې مرکز ته د ژغورنې سلګونه مامورین او کارکوونکي استول شوي دي. همدغه راز چارواکو زرګونه خیمې، کمپلي، توشکې او نور ضروري وسایل هم استولي دي.

په چین کې زلزله عادي ګڼل کېږي او په تېره بیا هغو سیمو کې چې د زلزلې لاملونه په کې فعال دي. په ۲۰۰۸ کې د ریکتر په کچه ۸ درجې زلزلې د سچوان ایالت ونچوهان په سیمه کې زرګونه کسان مړه کړل. څو میاشتې مخکې هم په زلزلې کې څلور تنه مړه شول او لسګونه نور ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG