د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه افغان زلزله ځپلیو سره ۱۱۰ میلیون ډالر بېړنۍ مرستې غواړي


ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بشري بنسټونو له افغان زلزله ځپلیو سره د ۱۱۰ میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا (OCHA) وايي، د افغانستان په جنوب ختیځ کې د جون د ۲۲ مرګونې زلزلې د مهمو زېربناو په ګډون کورونه، روغتیايي تاسیسات د اوبو شبکې او ښوونځي زیانمن کړي دي.

اوچا تیره شپه جون ۲۷ (چنګاښ شپږمه) په خپل راپور کې ویلي چې د یادې زلزلې له امله ۳۶۲۰۰۰ کسان اغېزمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر زیاته کړې: "د افغانستان په جنوب ختیځ کې د یوې زوروري زلزلې له امله په سلګونه کسان مړه شوي او ټپیان شوي دي. ملګري ملتونه او د هغوی بشردوستانه ملګري د افغانستان په درې ولسوالیو کې د زلزلې له امله د ۳۶۲۰۰۰ اغېزمن شوو خلکو سره د مرستې لپاره د ۱۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت درې میاشتنۍ بېړنۍ غوښتنه پیلوي."

اوچا تیره ورځ هم په خپل راپور کې وویل چې د پکتیکا ولایت په ګیان او برمل او د خوست په سپیرې ولسوالۍ کې د زلزلې له امله ۲۳۱۶ کورونه نړېدلي او ځیني نور د چپه کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي چې ۸۰۰ کورنۍ له سرپناه پرته په آزاده فضا کې شپې سبا کوي. د یاد سازمان د معلوماتو له مخې په زلزله کې اووه ښوونځي هم ویجاړ شوي دي چې پنځه یې په ګیان او دوه یې د سپیرې په ولسوالۍ کې دي.

له افغان زلزله ځپلیو سره د مرستې بهیر

د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تیرې چهارشنبې زلزله چې له امله یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه رامنځته شوي زیانمنو شوو خلکو ته د مرستې رسولو هڅې روانې دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې له افغان زلزله ځپلیو سره د چین په بشري مرستو بار دوې طیارې کابل ته رسېدلي دي.

نوموړي زیاته کړې: "له زلزله ځپلیو سره د مرستو په لړ کې نن سهار د چین هېواد دوه الوتکې مرستې کابل ته راورسیدې، چې د ۸ میلیونو ډالرو معادل کمپلې، البسه او نور اړین توکي پکې شامل دي."

پکتیکا کې د زلزلې تازه ټکانونه

پر همدې مهال یو شمېر عیني شاهدان وايي، د پکتیکا ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې د زلزلې تازه ټکانونه احساس شوي دي.

د سیمي اوسېدونکي خیرالله ذکي نن سه شنبه جون ۲۸ (چنګاښ اوومه) امریکا غږ ته وویل چې د زلزلې تازه ټکانونه نن سهارڅلور بجې احساس شوي دي، خو وايي، ځاني او مالي زیان یې نه دی اړولی.

د ښاغلي ذکي له قوله خلک د زلزلې له ویري له خپلو نړیدلو کورونو څخه به په خېمو کې اوسیږي.

د سیمې بل اوسېدونکی نېکمر ګل هم تیره ورځ وویل: "اوس هم کله کله ځمکه ټکان خوري او موږ د کور داخل ته نشو تلای. کورونه مو ډېر تخریب شوي. د ديوالونو او چت د رالوېدو امکان یې ډیر دی. د ځمکې د دوامدارو جټکو له آمله بهر ویده کیږو."

د راپورنونو له مخې، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له آمله څه باندې ۱۰۰۰ کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۶۴۳ نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG