د لاس رسي وړ اتصالات

چین وایي امریکا سره د پوځي اړیکو او اقلیم د بدلون پر سر خبرې دروي  


چین اعلان وکړ چې تایوان ته د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو خونې د رئیسې ننسي پلوسي د سفر په غبرګون کې د متحده ایالاتو سره د پوځي قوماندانانو په کچه او د اقلیم د بدلون د خبرو په ګډون په یو لړ برخو کې خبرې اترې دروي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ اګسټ پنځمه (زمري ‍۱۳) ویلي چې دوی له واشنګټن سره د پولې هاخوا د جرمونو او د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې همکاري او د اقلیم د بدلون په اړه خبرې هم ځنډوي په هغه برخه کې چې امریکایي چارواکي د همکارۍ فرصت ویني.

وروسته له هغه چې میرمن پلوسي په تیرو ۲۵ کلونو کې لومړنی لوړپوړی امریکایي مقام شو چې د تایوان د خودمختاره ټاپو لیدنه یې وکړه؛ هغه ټاپو چې بیجینګ یې خپله خاوره ګڼي، چین د پنجشنبې په ورځ د تایوان شاوخوا سمندرونو او آسمانونو کې نظامي تمرینونه پیل کړل.

دغه تمرینونه، چې د تایوان په تنګي کې د چین لخوا تر ټولو ستر عملیات دي ټاکل شوې د یکشنبې تر ماسپښین پورې دوام وکړي.

د تایوان د دفاع وزارت د جمعې په ورځ وویل چې ټولټال ۶۸ چینایي پوځي الوتکې او ۱۳ سمندري کښتۍ د تایوان په حساس تنګي کې ماموریتونه ترسره کوي. دوی وویل چې ځینې یې د غیر رسمي حایل خط څخه تیر شوي چې دواړه خواوې جلا کوي، هغه اقدام چې د تایوان د دفاع وزارت یې "وضعیت ته زیان رسیدل" ګڼي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې واشنګټن په پرله پسې توګه بیجینګ ته څرګنده کړې چې تایوان ته د پلوسي د سفر په سر کړکیچ نه غواړي چې د چهارشنبه په ورځ آسیا ته د کانګرس د پلاوي د سفر په جریان کې ترسره شو.

بلینکن په کمبوډیا کې د آسیان د سیمه ییزې غونډې په څنډه کې یو خبري کنفرانس ته وویل: "د دې سخت، غیر متناسب او ګړندۍ نظامي غبرګون لپاره هیڅ توجیه نشته." هغه زیاته کړه، "اوس، دوی خطرناک اعمال نوې کچې ته رسولي دي".

بلینکن ټینګار وکړ چې متحده ایالات به داسې اقدام ونکړي چې د کړکیچ رامینځته کول ولمڅوي، خو د سیمه ییزو متحدینو ملاتړ ته به دوام ورکړي او د تایوان د تنګي له لارې به معیاري هوایی او سمندري ټرانزیټ ترسره کړي.

هغه وویل: "موږ به هر جیرته چې نړیوال قانون اجازه ورکوي، الوتنه، کښتۍ چلونې او عملیات وکړو."

تایوان ته د میرمن پلوسي له سفر مخکې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چونینګ وویل چې میرمن پلوسي باید تایوان ته سفر ونه کړي او دا چې "امریکا به د چین د امنیت او ملي حاکمیت ګټې له پامه غورځولو قیمت ورکړي."

د امریکا د کانګرس له خوا د تصویب شوي قانون له مخې امریکا د تایوان خپلواکي په رسمیت نه پیژني، خو ژمنه ده چې له دې ټاپو سره د ځان په دفاع کې مرسته وکړي. چین تل له تایوان سره د امریکا د حکومت پر ملاتړ سختې نیوکې کړې دي.

چین تل ادعا کړې چې د تایوان ټاپو د دوی د خاورې برخه ده او د اړتیا په صورت کې به یې د چین له اصلي خاورې سره یوځای کړي.

په دې راپور کې د معلوماتو یوه برخه د رویترز خبري اژانس څخه اخیستل شوې.

XS
SM
MD
LG