د لاس رسي وړ اتصالات

تایوان ته د پلوسي سفر؛ چین تایوان ته څېرمه توغندي ویشتلي


د تایوان چارواکي وايي دغه ټاپو ته د امریکا د ولسي جرګې د رئیسې نانسي پلوسي د سفر یوه ورځ وروسته، چین نن پنجشنبې ۴ اګست (زمری ۱۳) تایوان ته نږدې په سمندر کې ۱۱ بلاستکي توغندي ویشتلي دي.

تایوان ته د مېرمن پلوسي سفر د چین قهر راپارولی او په غبرګون کې یې د تایوان د خودمختاره ټاپو په ۲۰ کیلومترۍ کې پوځي تمرینونه پیل کړي دي.

ویل کیږي چې دا تایوان ته څېرمه په سمندر کې د چین تر ټولو پراخ پوځي مانورونه دي چې په محلي وخت نن ماسپښین تر سره شول.

چین له وړاندې خبرداری ورکړی و چې تایوان ته د مېرمن پلوسي سفر به له امریکا سره د چین په اړیکو باندې ناوړه اغیز وکړي خو پلوسي په تایوان کې واضح کړه چې متحده ایالات به د بیجینګ د ګواښونو سره سره، تایوان یوازې پرې نږدي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې په ټویټر کې د یوې ویډیو په خپرولو سره د پلوسي سفر "مسخره او انحراف کوونکی" وباله او زیاته یې کړه: "څوک چې چین ته سپکاوی کوي، سزا به ورکړل شي".

چین همدارنګه په پلازمېنه بیجینګ کې د امریکا سفیر احضار کړ او هغه ته یې خپل رسمي اعتراض وړاندې کړ.

سپینې ماڼۍ هڅه وکړه چې ترینګلتیا کمه کړي. سپینې ماڼۍ وویل چې امریکا د (واحد چین) پالیسۍ ته ژمنه ده په کومه کې چې امریکا چین په رسمیت پېژني خو له تایوان سره غیر رسمي او دفاعي اړیکو ته ادامه ورکوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین جین پیري د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "دغه سفر زموږ د پالیسۍ مطابق شوی او چین هیڅ دلیل نه لري چې په یو ډول بحران یې بدل کړي او په دې پلمه د تایوان د تنګي دننه او شاوخوا پاروونکي پوځي اقدامات ترسره کړي."

په واشنګټن کې د بروکینګز څېړنیز مرکز غړی مایکل اوهانلون وايي نانسي پلوسي د امریکا دولت د مراتبو په سلسله کې درېیم تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی، او تایوان ته د هغې له سفر څخه چین انګېري چې واشنګټن هڅه کوي له تایوان سره دیپلوماتیکې اړیکې ټینګي کړي او د یوه هېواد په سترګه ورته وګوري.

اوهانلن وايي: "چین دا له تایوان سره د امریکا د دیپلوماتیکو اړیکو د رامنځته کولو یا حد اقل د داسې اړیکو د رامنځته کولو پیلامه بولي چې دیپلوماتیکو اړیکو ته ورته وي او تایوان ته د یوه هیواد په سترګه ګوري."

آغلې پلوسي د تایوان له جمهور رئیسې سره وکتل او هغې ته یې ډاډ ورکړ چې متحده ایالات به د تایوان په وړاندې له خپلې ژمنې په شا نشي.

د تایوان جمهور رئیسې وویل، هیواد به یې له دیموکراسۍ څخه ملاتړ ته دوام ورکړي او د چین د پوځي‌ ګواښونو باوجود به له دې کار څخه لاس وانخلي.

مایکل اوهانلون باوري دی چې تایوان ته د پلوسي سفر به د کوم بحران د رامنځ ته کېدو سبب نشي.

هغه وایي: "زه فکرکوم چین په خپل غبرګون سره د پام د جلبولو هڅه کوي او د څو ورځو لپاره په دې موخه خلکو ته تشویش پیدا کوي چې په راتلونکې کې د دې ډول کارونو د تکرار مخه ونیسي. خو زه فکر نه کوم چې دغه حالت په یو لوی بحران بدل شي."

نانسي پلوسي په تیرو ۲۵ کلونو کې د متحده ایالتونو تر ټولو لوړپوړی مقام دی چې تایوان ته سفر کوي. په ۱۹۹۷کال کې د امریکا د هغه وخت د ولسي جرګې رئیس نویټ ګنګریچ هم د تایوان جزیرې ته ورغلی و.

تایوان او چین په ۱۹۴۹ کې د کورنۍ جګړې وروسته جلا شول. هغه کال د چین ملتپاله ځواکونه چې په جګړه کې یې ماته خوړلې وه، د تایوان ټاپو ته وتښتېدل او هلته یې یو حکومت جوړ کړ چې وروسته په یوه متحرکه ډموکراسۍ بدل شو. د تایوان له جلا کیدو وروسته، د چین کمونست ګوند ژمنه کړې چې تایوان بیرته د خپلې خاورې سره یو ځای کړي او د اړتیا په صورت کې به له زور څخه هم کار واخلي.

د تایوان په اړه د هغه قانون له مخې چې د متحده ایالاتو د کانګرس لخوا تصویب شوی، متحده ایالات د تایوان خپلواکي په رسمیت نه پیژني، مګر ژمنه کوي چې د تایوان په دفاع کې به له دغه ټاپو سره مرسته وکړي.

چین په وار وار له تایوان څخه د امریکا پر ملاتړ نیوکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG