د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته د چین خبرداری: واشنګټن به تایوان ته د پلوسي د سفر بیه ادا کړي  


د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو مجلس رئیسه ننسي پلوسي
د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو مجلس رئیسه ننسي پلوسي

د بیجنیګ او واشنګټن ترمنځ د کړکیچ په زیاتیدو سره چین خبرداری ورکړی چې که د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو مجلس رئیسه ننسي پلوسي د خپل اسیایي سفر په ترڅ کې تایوان ته ولاړه شي، متحده ایالات به یې بیه ادا کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هووا چونینګ د سه شنبې په ورځ اکسټ دوهمه (زمري ۱۱) په بېجينګ کې په يو خبري کنفرانس کې وويل: «امريکا د چين د امنيتي ګټو او ملي حاکميت ته د نا پاملرنې په صورت کې د دې مسؤوليت په غاړه لري او بيه به یې ادا کړي.»

خو تر اوسه میرمن پلوسي دا نه ده تایید کړې چې آیا هغه به د امریکا د کانګرس د پنځه کسیز پلاوي په مشرۍ څلورو اسیايي هېوادونو – سینګاپور، مالیزیا، جنوبي کوریا او جاپان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې تایوان ته ولاړه شي او که نه.

د چین د بهرنیو چارو وزیر واننګ یي هم په خپله وینا کې چې د سه شنبې په ورځ ددغه وزارت په ویبپاڼه خپره شوې د میرمن پلوسي سفر ته له اشارې پرته ویلي دي چې: "د تایوان د مسلې په اړه د متحده ایالاتو تیری د غندلو وړ دی".

پدې ترڅ کې د رویترز اژانس رپوټ ورکړی چې د چین جنګي الوتکو د سه شنبې په ورځ د تایوان په تنګي کې الوتنې کړي او ددې هیواد څو جنګي بیړیو د دوشنبې د ورځې راهیسې په هغو اوبو کې چې چین له تایوان څخه جلا کوي لنګر اچولی دی.

که پلوسي د تایوان لیدنه وکړي دا به د ۱۹۹۷ میلادي کال وروسته د متحده ایالاتو لوړپوړی مقام وي چې تایوان ته سفر کوي. د متحده ایالتو د کانګرس د استازو مجلس پخواني رئیس نویټ ګنګریچ په ۱۹۹۷ کال کې د تایوان د جزیرې لیدنه کړې وه.

تایوان او چین په ۱۹۴۹ کې د کورنۍ جګړې وروسته جلا شول، او ملتپاله ځواکونه چې مات شوي وو تایوان ته وتښتېدل او هلته یې یو حکومت جوړ کړ چې وروسته په یوه متحرک ډموکراسۍ بدل شو. د تایوان له جلا کیدو وروسته، د چین کمونست ګوند ژمنه کړې چې تایوان بیرته د خپلې خاورې سره یوځای کړي او اړتیا په صورت کې به له ځواک څخه هم کار واخلي.

د تایوان په اړه د قانون له مخې چې د متحده ایالاتو د کانګرس لخوا تصویب شوی، متحده ایالات د تایوان خپلواکي په رسمیت نه پیژني، مګر ژمنه یې کړي چې د ځان څخه په دفاع کې ددې ټاپو سره مرسته وکړي. چینایي چارواکو تل له تایوان سره د امریکا د حکومت پر ملاتړ انتقاد کړی دی.

په یو وروستي مورد کې د چین ولسمشر شي جینپینگ، تیره اوونۍ د متحده ایالاتو له ولسمشر سره د تیلیفوني تماسونو وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره د تایوان په اړه وویل: "هغوی چې له اور سره لوبې کوي، پخپله به په کې وسوځي."

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي تایوان ته د پلوسي د سفر په اړه وویل چې هغه هرچیرې چې وغواړي تللی شي. هغه وویل: "هیڅ دلیل نشته چې بیجینګ یو سفر چې د متحده ایالاتو له پالیسیو سره سم دی، په بحران واړوي."

ښاغلي کربي وویل چې د تایوان په اړه د امریکا تګلاره نده بدله شوې.

په ورته وخت کې روسیې ویلي چې تایوان ته د ننسي پلوسي د سفر په اړه له چین سره بشپړ موافقت لري، او دا لیدنه "بشپړ پاروونکې" ګڼي.

تایوان هم د دغه جنجالي سفر په اړه چوپه خوله پاتې دی خو د تایوان څو رسنیو د هغه هیواد د ولسي جرګې د مشر سای چینګ له قوله خبر ورکړی، چې احتمال شته میرمن پلوسي په څو راتلونکو ورځو کې له تایوان ته ولاړه شي.

د تایوان لیبرټي ټایمز د نامعلومو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې میرمن پلوسي به د سه شنبې په ماښام ناوخته تایوان ته ورشي او د چهارشنبه په ورځ به له ولسمشر تسای انګ وین سره له لیدو وروسته له ټاپو څخه ووځي.

XS
SM
MD
LG