د لاس رسي وړ اتصالات

تایوان: د چین الوتکو او کښتیو د 'منځنۍ کرښې' حریم مات کړی 


د تایوان د دفاع وزارت د جمعې په ورځ اګست پنځمه (زمري ۱۳) وویل چې ۶۸ الوتکې او ۱۳ چینايي جنګي بېړۍ د پوځي تمرینونو په ترڅ کې له «منځنۍ کرښې» څخه تېرې شوې.

د تايوان د دفاع وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د چين دغه عمل غندلی دی.

په اعلاميه کې راغلي چې: "[موږ] د [تايوان] تنګي له منځنۍ کرښې څخه په عمدي توګه د تیریدو او د تايوان شاوخوا سمندر او هوايي حريم نقض کولو په وجه کمونیست پوځ غندو."

منځنۍ کرښه د تایوان تنګي په منځ کې یوه غیر رسمي پوله ده چې چین او تایوان سره جلا کوي، خو بیجینګ له پنجشنبې راهیسې په دې سیمه کې پراخ پوځي تمرینونه پیل کړي دي.

په سیمه کې د چین پوځي تمرینونه وروسته له هغې پیل شول چې د امریکا د کانګرس د استازو خونې رئیسې ننسي پلوسي تایوان ته سفر وکړ او د بیجینګ له خبرداریو سره سره یې د دې خپلواکه ټاپو له لوړپوړو چارواکو سره وکتل.

په دې ترڅ کې میرمن پلوسي چې اوس په جاپان کې ده، تایوان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې متحده ایالات به چین ته اجازه ورنکړي چې تایوان منزوي کړي.

وروسته له هغه چې د ننسي پلوسي په ګډون د متحده ایالاتو قانون جوړونکو تایوان ته سفر وکړ، چین تایوان ته نږدې نظامي تمرینونو پیل کړل او د تایوان شاوخوا اوبو ته یې څو بالستیک توغندي وتوغول.

د چين له خوا د پوځي تمرينونو ترسره کول د امريکا، جاپان او اروپايي ټولنې له سختو نيوکو او غندنې سره مخامخ شوی دی. خو بېجينګ لا هم دغو پوځي تمرينونو ته دوام ورکوي.

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې مشرې ویلي چې اسیایي هېوادونو ته د دې د سفر موخه په سیمه کې د موجود وضعیت بدلون نه دی.

تایوان ته د میرمن پلوسي له سفر مخکې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چونینګ وویل چې هغه باید تایوان ته سفر ونه کړي او دا چې "امریکا به د چین د امنیت او ملي حاکمیت ګټې له پامه غورځولو قیمت ورکړي."

د امریکا د کانګرس له خوا د تصویب شوي قانون له مخې امریکا د تایوان خپلواکي په رسمیت نه پیژني، خو ژمنه ده چې له دې ټاپو سره د ځان په دفاع کې مرسته وکړي. چین تل له تایوان سره د امریکا د حکومت پر ملاتړ سختې نیوکې کړې دي.

چین تل ادعا کړې چې د تایوان ټاپو د دوی د خاورې برخه ده او د اړتیا په صورت کې به یې د چین له اصلي خاورې سره یوځای کړي.

په دې راپور کې د معلوماتو یوه برخه دفرانس پرس خبري اژانس څخه اخیستل شوې.

XS
SM
MD
LG