د لاس رسي وړ اتصالات

چین د ایران سره د سیاسي او اقتصادي همکاریو تړون پلی کوي


چین نن د جنورۍ ۱۵ (مرغومي ۲۵) وویل چې د ایران سره د ستراتیژیکې موافقې پلي کول پیل کوي. دا موافقه ددغو دوو هیوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي همکاري پیاوړې کوي.

چین او ایران دغه موافقه تیر کال وروسته له څو کلونو مذاکرو لاس لیک کړه چې په کې د انرژۍ، امنیت، زیربناو او اطلاعاتو په برخه کې پراخ مشارکت شامل دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان،‌ د چین په ختیځ کې په یوې غونډې کې ددې مشارکت تطبیق اعلان کړ.

ددغه پټ تړون په اړه ډیر لږ جزییات خپاره شوي دي، خو نیویارک ټایمز په ۲۰۲۰ کال کې رپوټ ورکړی و چې دغه موافقه چین ته د تیلو منظم اکمالات برابروي.

چین د ایران ستر تجارتي شریک دی او دغه هیواد پر ایران باندې د امریکا د متحده ایالاتو د ۲۰۱۸ کال د بندیزونو دمخه د ایران د تیلو د سترو پیرودونکو څخه و.

چین په رسمي توګه له ایران څخه د تیلو واردات درولي دي، خو څیړونکي وایي چې د ایران خام تیل په پرله پسې توګه د نورو هیوادونو تر نامه لاندې چین ته واردیږي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر پرون خپل ایراني سیال ته وویل چې بیجینګ به تل پر ایران باندې د امریکا د یو اړخیزو او غیر قانوني بندیزونو مخالفت وکړي.

بیجنګ له اوږدې مودې راهیسې د تهران سره د اړیکو د پیاوړي کولو په هڅه کې دی، او د چین ولسمشر شیيجینپنګ ایران په منځني ختیځ کې د خپل هیواد عمده شریک ګڼلی دی.

XS
SM
MD
LG