د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او جاپان پنځه کلن دفاعي توافق لاسلیک کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ جنوري شپږمه (مرغومي ۱۶) وویل چې امریکا او جاپان به د نویو رامنځ ته شویو دفاعي تهدیداتو سره د مقابلې لپاره د دفاعي همکاریو نوی قرار داد لاسلیک کړي.

د ښاغلي بلینکن په وینا، هایپرسونیک یا د غږ تر سرعته ګړندي مزایل او په فضا کې میشتې وړتیاوي ددغه توافق یوه برخه ده.

د متحده ایالتونو او جاپان د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په انلاین ډول خبري‌ وکړي.

ددغو دوو هیوادونو جګپوړو چارواکو په داسې حال کې د نوې دفاعي او امنیتي توافق خبر ورکړ چې د تایوان او د شمالي کوریا له خوا د نویو مزایلو د ازمایښت په اړه د امریکا او چین ترمنځ تاوتریخوالي زیات شوي دي.

ښاغلي بلینکن د اوکراین پولې ته د روسي پوځیانو د استولو، په تاویوان د بیجینګ د پارونکي اقداماتو او د شمالي کوریا له خوا د بالستیک توغندیو د ازماښت په اړه وویل، امریکا او جاپان باید نه یوازې شته امکانات تقویت کړي بلکې باید نوې لارې چارې هم ولټوي.

د شمالي کوریا رسمي خبري آژانس راپور ورکړی چې پیونګ یانګ روانه اوونۍ په بریالي ډول هايپرسونیک توغندی ازمایلی دی او دغه توغندی وانیدلی چې له وړاندې ټاکل شوی هدف په نښه کړي.

روسیه چین او امریکا هم د غږ تر سرعته د ګړندیو مزایلو د جوړیدو پر سر رقابت کوي.

هایپرسونک توغندي نه یوازې فوق العاده سرعت لري بلکې د ډیر مانور وړتیا لري او د نورو مزایلو په واسطه په ډیرې سختۍ سره تعقیب او له منځه وړل کیدای شي.

ښاغلي‌ بلینکن له خپل جاپاني سیال سره په انلاین غونډه کې وویل چې واشنګتن او توکیو به نوی څیړنیز مرکز جوړ کړي څو د دواړو هیوادونو څیړونکي، انجینیران او د تسلیحاتي پروګرامونو مدیران وکړای شي نورو رامنځ ته شویو دفاعي مسایلو په ځانګړي ډول هایپرسونیک مزایلو ته رسیدګي وکړي او په فضا کې هم خپله وړتیا لوړه کړي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټن په دې مجازي غونډه کې وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ به د امنیتي همکاریو چوکاټ جوړ شي څو د نورو امنیتي مسایلو تر څنګ د سیمې په سوله او ثبات کې د جاپان وړتیا او ونډه زیاته شي.

له کومه ځایه چې د جاپان ګاونډي هیوادونه چین او شمالي کوریا هایپرسونک مزایل ازمایي، توکیو هم هڅه د Railgun په نامه د الکترومقناطس ټکنالوژي پراخه کړې، هغه وسله چې وبه کړای شي هایپرسونیک توغندي په نښه کړي.

د جاپان د صدراعظم فومیو کیشیدا په ډسمبر میاشت کې د ۲۰۲۲ کال لپاره خپله دفاعي بودیجه لوړه کړه او دا لسم پرله پسې کال دی چې ورته اقدام کوي.

ښاغلي بلینکن وویل امریکا او جاپان به یو پنځه کلن قرار داد امضا کړي چې په جاپان کې به د امریکا د اډې د پاتې کیدو دوام هم پکې شامل وي.

جاپان هم هوکړه کړې چې په راتلونکو پنځو کلونو کې په هغه هیواد کې د امریکایي پوځیانو د ساتلو لپاره خپله ۹.۳ میلیارده ډالر ونډه ورکړي.

XS
SM
MD
LG