د لاس رسي وړ اتصالات

چین په روژه کې د اویغور مسلمانانو ځورول زیات کړي


دا تصویر په ۲۰۱۷ کال اخیستل شوی چې یو مسلمانه کورنۍ ښيي چې له امنیتي چک پوست څخه تېریږي
دا تصویر په ۲۰۱۷ کال اخیستل شوی چې یو مسلمانه کورنۍ ښيي چې له امنیتي چک پوست څخه تېریږي

د چین د اویغور مسلمانانو استازي او د بشري حقونو ځینې ډلې د چین حکومت تورنوي چې د لږکیو سره یې زورزیاتی او ناسم چلند ډیر کړی.‌

د اویغور د نړیوال کانګرس مشر دولکن عیسی امریکا غږ ته وویل چې د چین حکومت په روژې میاشت کې د اویغور مسلمانانو بندي کول او ځورول زیات کړي دي.

ده وویل چینایي پولیس اویغور لږکي نیسي‌ او په څرګندو کمپونو کې یې ایساروي چې وتل ترې سخت دي. ښاغلي‌ عیسی وویل هېڅوک نپوهیږي چې د چین حکومت د کوم قانون او کومې لایحې په اساس دا کار کوي. هغه وايي‌ هېڅوک هم خوندي‌ نه دي.

دولکن عیسی دا هم وویل چې د چین حکومت له تېر کال راهېسې د اویغور مسلمانانو په ډېرو مذهبي مراسمو او فعالیتونو بندیز لګولی دی او هېڅ مسلمان حکومتي‌کار کوونکی نشي کولی چې په رمضان کې د کار پر مهال روژه ونیسي‌ او یا دې جومات ته ولاړ شي.

ښاغلی عیسی وايي که کوم مسلمان په پټه روژه هم ونیسي، حکومت یې په غرمه کې یې اړ کوي چې ډوډۍ وخوري او خپله روژه ماته کړي. هغه دا تور هم ولګوه چې په همدې حال کې د چین حکومت د خنزیر د خوښې او شرابو د خوړلو او څښلو سیالۍ څو برابره زیاتې کړي دي.

د اویغور مسلمانانو فعالان تور لګوي چې د چین حکومت د ۲۰۱۷ کال د اپریل په میاشت کې د اویغور مسلمانانو نیول او توقیف پیل کړي‌ او سلګونه زره کسان یې نیولي دي. د بشري حقونو نورو ادارو لا دغه شمېرې تاید کړي نه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې سه شنبې په ورځ په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه په خپل کلني راپور کې چین د اویغور، تبتي بودایانو، مسیحیانو او نور لږکیو په ځپلو تورن کړ. چین له پخوا څخه د اویغور بیلتونپالو پر ضد عملیات پیل کړي.

د اویغور دغه بیلتونپاله اویغور مسلمانان د ختیځ ترکستان په نامه یوه ډله لري چې د چین د حکومت پر ضد جنګیږي. دغه ډله د چین حکومت تورنوي چې د دوی په سیمو کې په زوره هان چینايان مېشتوي.

چین له هغه وروسته ضد خپل اقدامات زیات کړل چې له داعش سره د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ د یو ځای کېدو اندېښنې زیاتې شوې. چین د اویغور مسلمانانو د نړیوال کانګرس د مشر د دغې ادعا په اړه لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG