د لاس رسي وړ اتصالات

چین د سمندري ځواکونو پخوانی قومندان د دفاع وزیر په توګه وټاکه


د چین د دفاع پخوانی وزیر لي شانګفو د اکتوبر په میاشت کې له دندې څخه ناڅاپي لیرې شو.
د چین د دفاع پخوانی وزیر لي شانګفو د اکتوبر په میاشت کې له دندې څخه ناڅاپي لیرې شو.

چین د جمعې په ورځ دسمبر ۲۹ (مرغومي ۸) د سمندري ځواکونو پخوانی قوماندان دونګ جون د خپل نوي دفاع وزیر په توګه وټاکه، ترڅو د اکتوبر په میاشت کې له دندې څخه د پخواني دفاع وزیر لي شانګفو د ناڅاپي لیرې کېدلو له امله رامنځته شوې تشه ډکه کړي.

د چين دولتي خبري اژانس سينهوا وويل، دونګ د چين د ولسي کانګرس د دايمي کمېټې په غونډه کې د دفاع د وزیر په توګه وټاکل شو.

پخوانی دفاع وزیر لي شانګفو پر دغې څوکۍ له اوو میاشتو کار وروسته ګوښه کړل شو او د ډیر وخت دپاره په عام محضر که نه ښکاره کېده. بیجینګ له دندې څخه د هغه د لیرې کولو په اړه رسمي دلیل نه دی ښودلی.

له کار څخه د لي لیرې کول د چین په نظامي تاسیساتو کې له دندو څخه د یو شمېر لوړپوړو مقاماتو د لیرې کولو د لړۍ برخه ده.

د دولتي رسنیو په وینا، د چین د توغندیو د دفاع د سترو شرکتونو درې مقامات په روانه اونۍ کې د بیجینګ له لوړپوړي سیاسي مشورتي کمیټې څخه ایستل شوي دي.

له فساد سره مبارزه له اوږدې مودې راهیسې د چین د ولسمشر شي جینپینګ د واکمنۍ مرکزي ټکی و، چې له دندو څخه د لوړ پوړو چارواکو ګوښه کول یې برخه ګڼل کیږي.

په وروستیو میاشتو کې د چین د اردو د توغندیو د محرمې قطعې په مشرتابه کې هم بدلون لیدل شوی. دغه قطعه د چین د اتومي وسلو څارنه کوي. رسنیو خبر ورکړی چې ددې قطعې پخوانی مشر د اداري فساد په تور تر تحقیقاتو لاندې دی.

د دې میاشتې په پیل کې، هو ژونګ مینګ د نوي دفاع وزیر دونګ جون پر ځای د سمندري ځواکونو د قومندان په توګه وټاکل شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG