د لاس رسي وړ اتصالات

پېښورۍ پیغلې پر یوه چینايي انجنیر تر زړه بایللو وروسته واده وکړ


د پېښور یوه ۲۸ کلنه پېغله زینب پر یوه ۲۷ کلن چینايي انجنیر ژوان لنګ مینه شوې او واده یې ورسره کړی دی.

د پېښور یوه پيژندل شوي‌ قانون پوه شوکت صافي د امریکا غږ ډېوې څانګې ته ویلي چې چینايي انجنیر ژوان لنګ په پاکستان کې کار کوی چې په دغه وخت کې د پېښور په سول کوارټرو سیمه کې له یوې پاکستانۍ پیغلې زینب سره ملګرتیا جوړه شوې وه.

شوکت صافي‌ د امریکا غږ ډیوې څانګې ته ویلي چې د پېښورۍ پیغلې زینب او انجنیر ژوان لنګ په واده کې د زینب یوې بلې پېښورۍ مېرمنې مهم رول تر سره کړی دی.

راپور وايي چې د چینايي انجنیر او او پېښورۍ پیغلې ملګرتیا په مینې بدله شوه چې وروسته یې د تل لپاره د ګډ ژوند پرېکړه وکړه چې تېره ورځ یې د پېښور په یوه سیمه ییزه محکمه کې په رسمي ډول د واده مراسم تر سره شول.

وکیل شوکت صافي امریکا غږ ډېوې څانګې ته ویلي چې د یادو کسانو د نکاح په مراسمو کې د هلک او نجلۍ د کورنیو د غړو ترڅنګ په پاکستان کې د چین د سفارت ډیپلوماټانو هم ګډون کړی و.

نوموړي ویلي له واده وړاندې چینايي‌ انجنیر اسلام قبول کړی او له مسلمانېدو وروسته یې خپل نوم اذان ایښی دی.

په دې وروستیو کې چې د پاکستان اؤ چین ترمنځ د اقتصادي لارې سي پیک جوړولو تړون شوی د چینایي او پاکستاني وګړو تر منځ ودونه هم زیات شوي دي.

تېر کال داسې رپورونه هم خپاره شول چې چین د خپل هېواد د ننه ګڼ شمېر هغه ښځې د شکمنو فعالیتونو په تور نیولې وې چې له پاکستانیانو سره یې ودونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG